د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

دي این اې: افغانستان کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوې


والستریت ژورنال ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه لیکلي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په پام کې لري چې د روان میلادي کال تر جولايي میاشت پورې د افغانستان په اړه خپل پلان بشپړ کړي او هغه به په ۲۰۱۷ کال کې خپل ځای ناستي ته وسپاري.

والستریت ژورنال وايي د ولسمشر اوباما په دې پلان کې د هغو سرتېرو شمېر هم ټاکل کېږي چې له ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته به په افغانستان کې پاتې کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، ولسمشر اوباما په روانه اوونۍ کې د خپل دې پلان د یوې برخې په اړه پریکړه وکړه چې له مخې يې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د جګړې په ډګر نور واک ورکول کیږي.

د مطلب لیکوال وايي سپینې ماڼۍ ځانته ضرب الاجل ټاکلی دی چې د راتلونکې جولايي تر اتمې به چې په وارسا کې د ناټو له سرمشریزې سره سمون لري ،د افغانستان پلان تکمیل کړي.

ځینو امریکايي مقاماتو بیا ویلي چې په افغانستان کې د پاتې کیدونکو سرتېرو د شمېر په اړه به د روان میلادي کال تر پایه پریکړه وشي.

د سپینې ماڼۍ د اوسني پلان له مخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له نهه زره او اته سوو څخه پینځه نیم زرو ته راټیټ شي.

والستریت ژورنال لیکي د امریکا ددفاع وزارت په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د ساتلو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه د امریکايي مقاماتو په حواله وايي، که څه هم ولسمشر اوباما په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر پر کمولو ټینګار نه کوي خو په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د پاتې کولو لپاره د یوه منطقي دلیل غوښتونکی دی.

یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو بیا په کابل کې د یوې هندۍ مېرمې د تښتول کېدو په اړه مقالې خپرې کړي دي.

انډین اکسپریس​:

انډین اکسپریس ورځپاڼه لیکي، څلویشت کلنې جودیت دیسوزا له تېر یوه کال راهیسې د اغاخان غیر دولتي موسسې لپاره کار کاوه او په نږدې ورځو کې يې خپل هیواد ته د ستنیدو اراده لرله.

دي این اې هندۍ ورځپاڼې لیکلي چې په کابل کې د هند سفارت د خپل هیواد اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان امنیتي وضعیت په پراخه اندازه بې ثباته دی او ددې هېواد په ټولو برخو کې د انسان تښتونې او برمته نیونې خطر موجود دی.

XS
SM
MD
LG