د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

صدیقي: د تښتول شوېو بهرني اتباعو د پیدا کولو هڅې پیل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د تښتول شوېو امریکایي او اسټرالیایي اتباعو د پیدا کولو لپاره د کابل پولیسو هڅې پیل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا دوه کسان په کابل کې د امریکایي پوهنتون استادان وو؛ کوم چې د دوشنبې په شپه شاوخوا اته بجې د دارالامان له سیمې لادرکه شوي دي.

ښاغلي صدیقي په دې اړه چې چا یا کومې ډلې دا کار کړی څه نه وايي:

"دا پېښه تېره شپه د سناتوریم په سیمه کې د دارالامان په سړک را منځته شوې خو د کابل پولیسو خپلې هڅې ډېرې زیاتې کړي ترڅو دا قضیه حل شي او په اړه یې معلومات راغونډ کړي."

د لومړنیو معلوماتو له مخې بهرني دا وګړي په امریکایي پوهنتون کې استادان وو چې له درس ورکولو وروسته د خپلو هستوګن ځایونو په لوري روان وو.

په افغانستان په تېره بیا کابل کې د بهرنیو وګړو د تښتولو دا کومه لومړی پېښه نه ده بلکې له دې وړاندې هم د مرستندویه او ځيني نورو ادارو کارکوونکي د وسله والو کسانو له خوا یرغمل شوي دي.

په وروستی یوه پېښه کې هندی څلویښت کلنه مېرمن جودت ډي سوزا چې په کابل کې یې د اغا خان بنسټ سره کار کاوه د جون د میاشتې په نهمه نېټه وسله والو کسانو د کابل له قلع فتح الله سیمې تښتولې وه.

نوموړي که څه هم د شپږو اونیو برمتې وروسته د برمته نیونکو له منګولو خلاصه شوه خو امنیتي ځواکونو د هغې د څه ډول خلاصونې په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان امنیتي بنسټونه تورنوي چې د بهرنیو وګړو په ساتنې کې پاتې راغلي دي.

له دې ډلې یې اجمل سایس ازادي راډيو ته وویل، امنیتي ادارې باید د دې پرځای چې له بهرنیو وګړو په یوازې ځان د نه ګرځېدو غوښتنه وکړي سراسري امنیت ته کار وکړي.

ښاغلي سایس زیاته کړه:

"دا ټول د امنیتي ادارو مسؤلیت دی چې څنګه یې امنیت وساتي، استخباراتي او امنیتي ادارې باید په هر څه پوه وي کله چې بهرني وګړي دلته راځي چېرته، څومره او څنګه وخت تېروي؟ او د دوی ډاډمن امنیت خوندي کړي."

د کابل امنیې قوماندانۍ له دې وړاندې د بهرنیو وګړو څخه غوښتي وو چې بهرني وګړي دې بهر ته د وتلو په وخت کې دوی په جریان کې اچوي.

له دې سره د هېواد یو شمېر اوسیدونکي دا ډول تښتونې د هېواد‎ په زیان بولي وايي چې دا کار ممکن د ضرورت وړ ساحو کې د بهرنیانو شتون له ګواښ سره مخ کړي.

له دې ډلې یې حکمت الله حکمت وايي چې که امنیتي ادارې د دغو کسانو امنیت ته پاملرنه ډېره نه کړي د مرستو بهیر تر څنګ د کار لپاره راتلونکي بهرني وګړو په راتګ هم بد اغېز کولای شي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG