د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

کورنیو چارو وزارت: یو امریکایي پروفیسر او همکار یې تښتول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تائيد کړه چې په کابل کې د امریکایي پوهنتون یو امریکایي پروفیسر او د هغه استرالیایي همکار د نامعلومه کسانو له خوا تښتول شوي دي.

د دغه وزارت یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دغه بهرني اتباع له خپلو افغان ملګرو سره له پوهنتونه د باندې و چې تېر ماخستن وتښتول شول.

سرچینې زیاته کړه چې دغه بهرنیان له ساتونکو پرته د باندې وتلي و چې د د دارلامان پر سړک د سناتوریم په سیمه کې وتښتول شول.

تر اوسه د تښتونکو هویت نه دی معلوم، خو د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په دې اړه خپلې څېړنې او پلټنې پيل کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دې راپور خبر دى، خو د ځينو ملحوظاتو له کبله نور معلومات له چا سره نه شي شريکولاى.

یوې سرچينې بیا د بریتانیا ډېلي مېل ورځپاڼې ته ويلي، په کابل کې د اسټراليا سفارت هم هڅه کوي چې د خپل يوه وګړي د تښتول کېدو په اړه کره راپور ترلاسه کړي.

له دې وړاندې په وار وار، د امریکا سفارت او نورو ډیپلوماتیکو ادارو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د تګ را تګ پر مهال احتیاط او امنیتي ځواکونو سره همغږي وکړي.

له دې وړاندې د کابل د لسمې حوزې اړوند یوه هندۍ تبعه تښتول شوې وه چې څو ورځې وړاندې بېرته خوشې او په هند کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.

XS
SM
MD
LG