د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

افغان حکومت ته د بازار رسانه ها بنسټ خبرداری


د بازار رسانه ها په نامه د افغان ژورنالیستانو ملاتړ بنسټ وايي، که حکومت د ژورنالیستانو پر وړاندې د امنیتي مسوولینو او چارواکو د ناوړه چلند مخه ونه ونیسي، ډېر ژره به په مدني اعتراضونو لاس پورې کړي.

دا بنسټ وايي له افغان ژورنالیستانو سره په دې تاوتریخوالي کې، د جمهوري ریاست مطبوعاتي مسوولین او د نورو دولتي ارګانونو ځینې چارواکي شامل دي.

د خبریالانو پر وړاندې د امنیتي ارګانونو او د جمهوري ریاست د امنیتي مسوولینو ناوړه چلند او د دې د مخنیويلپاره د حکومت د ژمنو، نه عملي کېدل هغه څه دې چې د بازار رسانه په نامه بنسټ یې اندېښمن کړی دي.

د دغه بنسټ رئیس عبدالصمد حامد پویا د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که حکومت د ژرونالستانو پر وړاندې د دولتي مسوولینو د ناوړه چلند مخه ونه نیسي اود روانې اوونۍ تروروستۍ ورځې پورې په دې برخه کې د حکومت ژمنه ترلاسه نه شي، دا بنسټ او پلویان به يې په اعتراض لاس پورې کړي:

"هیله من یو چې جمهور رئیس او د شاوخوا مسوولین یې، امنیتي مسوولینو ته اجازه ور نه کړي چې له خبریالانو سره نامناسب چلند وکړي، که تر پنجشنبې ورځې پورې جمهور رئیس او د فتریې په دې برخه کې موږ ته ډاډ رانه کړ، د ارګ د دروازې مخې ته به د یوه ساعت یا یوې ورځې پورې تحصن او د نه خوړلو اعتصاب وکړو."

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې د روان لمریز کال په لومړیو نږدې۶ میاشتو کې، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ناوړه چلند شاوخوا ۷۰ قضیې ثبتي شوي چې د ۶۸ فیصدو عاملین یې، د درې ګونو امنیتی ارګانونو مسوولین دي.

د ژورنالیستانو ملاتړ بنسټ بازاررسانه ها داهم وايي، له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې کابو۵۰۰ خبریالان چې۴۰ فیصده یې ښځې دي، د ژوند د ناوړو شرایطو له امله د هېواد پرېښودلو ته اړشوي دي.

د ابنسټ وايي، دوه میاشتې مخکې یې له جمهوري ریاسته غوښتې و چې د خبریالانو پر وړاندې دې د تاوتریخوالي مستند راپورونه وڅېړي، خو تراوسه یې نتیجه روښانه نه شوه.

جمهوري ریاست وايي، ارګ تل په هره برخه کې د ژورنالیستانو ملاتړ کړی او د ژورنالیستانو د فعالیتونو د دوام او امنیت په برخه کې هم تدابیر نیول شوي.

ارګ وايي، په دې برخه کې اړوندو ارګانونو ته جدي سپارښتنې شوي دي.

د جمهور رئیس اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

مرتضوي: په دې برخه کې اړوندو ارګانونو ته جدي سپارښتنې شوي دي
مرتضوي: په دې برخه کې اړوندو ارګانونو ته جدي سپارښتنې شوي دي

"د جمهور رئیس او د هغه د ویاند دفترونه، له ژورنالیستانو سره ډېره همکاري لري، هم ېې د رسنیو د ملاتړ او هم یې د اطلاعاتو په برخه کې، تالاشي یو معمولي امر دی هیله ده چې ژورنالیستان په دې برخه کې همکاري وکړي، حکومت د رسنیو د کار دوام، امنیت او د بیان ازادۍ ته ژمن دی."

د تېرې پنجشنبې په ورځ نی یا دازادو خبریالانو ملاتړې ادارې هم له دولته غوښتې چې د بیان ازادۍ ته زمینې برابري او د ټولنیزو رسنیو پر فعالیتونو دې د غیر قانوني بندیزونو له لګولو ډډه وکړي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG