د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

"افغان حکومت د خبریالانو خوندیتوب ته باید پاملرنه وکړي"


د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د افغان خبریالانو د امنیت ټینګښت او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د بې پولې خبریالانو نړیوال بنسټ د خلکو په ځانګړي ډول د خبریالانو د امنیت ټینګښت د افغان حکومت له اصلي دندو څخه بولي.

دې بنسټ او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د رسنیو د یوشمېر استازو په ګډون د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه او په دې غونډه کې د خبریالانو پر ستونزو او امنیتي وضعیت پراخ بحثونه وشول.

د افغانستان، تاجکستان او ایران لپاره د بې پولې خبریالانو د نړېوال بنسټ مسول رضا معیني د یکشنبې په ورځ وویل؛ د جګړې ښکیلې ډلې باید د خبریالانو ژوند ته پام وکړي.

"موږ نور تړونونه او پرېکړه لیکونه هم لرو؛ له دې ډلې د جینوا کانوانسیون یادونه کولای شو؛ دا کانوانسیون د خلکو د امنیت د خوندیتوب څارونه کوي؛ د همدې کانوانسیون دوه الحاقیه تړونونه د خبریالانو او د ورځپاڼو د مسوولینو د امنیت په اړه دي؛ په دې کې راغلي چې په ناامنو او هغو سیمو کې چې جګړه روانه ده د جګړې دواړه لوري د خبریالانو د خوندیتوب مسوولیت لري."

د بې پولې خبریالانو نړیوال بنسټ شااوخوا دېرش کاله وړاندې جوړ شوی او تراوسه یې په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اته راپورونه خپاره کړي دي.

د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال کیږي چې د ازادو رسینو څخه د ملاتړ ادارې یا نی د معلوماتو له مخې په افغانستان کې دا مهال د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰۲ قیضې په عدلي او قضايي ارګانونو کې تړلي پاته او تر دا مهاله څېړل شوي نه دي.

نی همدارنګه ویلي چې د دې قضیو ۴۸ مورد یې په افغانستان کې د خبریالانو د وژلو قضیې دي.

د راپورونو له مخې په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې ۸ خبریالان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په روان میلادي کال کې د یوه راپور په خپره ولو سره ویلي چې په افغانستان کې خبریالي د خطرناکو کارونو له ډلې څخه دی.

د رسنیو څخه د ملاتړ ادارو د معلوماتو له مخي په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو له خوا رامنځته شوی دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کوي او خبریالانو د امنیت د ټينګښت په اړه ډاډ ورکوي.

د کورینو چارو وزارت امنیتي معین ایوب سالنګي چې د دې کنفرانس له ګډونوالو څخه و داسې وویل:

"موږ د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د ژورنالستانو؛ خبریالانو او د ورځپاڼو د مسوولینو د امنیت په خاطر ځان مسوول او ژمن ګڼو؛ موږ له دوی سره د امنیت په برخه کې همکاري او ملاتړ یې کوو."

د خبریالانو له حقوقو څخه د دفاع ټولني وايي؛ د یو شمېر حکومتي چارواکو له خوا فشار، ناامني، د سیمه ییزو زورواکانو ګواښونه او همدارنګه د وسله والو طالبانو فشارونه هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د رسنیو کارونه د خنډ سره مخ کړي دي.

دوی د ملي وحدت حکومت څخه غواړي چې په هېواد کې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی په وړاندې د پرتو خنډونو په لري کولو کې هڅې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG