د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

صدیقي: د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب هڅې به زیاتې کړو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره به خپلې هڅې زیاتي کړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د طلوع تلویزیون پر کارکو,نکو د پرونۍ حملې په اړه هر اړخیزه څېړنې پيل شوي او په اړه به یې ډېر ژر له خلکو سره معلومات شریک شي.

د طلوع ټلویزیون د شاوخوا۳۰ کارکوونکو موټر د چهارشنبې په ماښام د کابل په دارلامان سیمه کې د یو ځان وژونکي برید هدف وګرځول شو.

د طلوع تلویزیون او موبي ګروپ پر کارکوونکو د چهارشنبې تر ځان وژونکې حملې وروسته د کورنیو چارو وزارت وایي چې د رسنیو د کارکوونکو د امنیت ساتنې لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د دغې پېښې د غندنې تر څنګ وویل چې امنیتي ځواکونه به هڅه وکړي څو خبریالان په خوندي فضا کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

“موږ به د رسنیو د کارونو او د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې وکړو څو هغوی ډاډمن شي او وکړای شي په یوه مصئونه فضا کې د یوه با ثباته افغانستان لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. امنیتي ځواکونو له تېرې شپې راهیسې خپلې هڅې پیل کړي څو د دغې تروریستي حملې ټول اړخونه وڅېړي.“

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې وسله وال مخالفین نه شي کولای د دا ډول حملو په ترسره کولو سره افغانان له خپل اصلي مسیره منحرف کړي.

د طلوع تلویزیون او موبي ګروپ په نوم نږدې۳۰ خبریالان او کارکوونکي له خپلو کارونو د ستنېدو په حال کې وو چې د دوی پر موټر د دارلامان پر سړک انتحاري حمله وشوه.

په دغه حمله کې د یاد ټلویزیون اووه کارکوونکي ووژل شول او څه باندي ۲۰ نور ټپيان شول.

په همدې حال کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی اجراییوي مشر مجیب خلوتګر ټینګار کوي چې د خبریالانو او رسنیو د امنیت په برخه کې لا نورو کارونو ته اړتیا لیدل کیږي.

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه:

“زه فکر کوم امنیتي ارګانونو باید ډېر کار کړی وای څو دا پېښه نه وای رامنځ ته شوې. زما هیله دا ده چې دا ډول پېښه بیا تکرار نه شي او امنیتي ځواکونه د امنیت د ټينګښت لپاره لا نور کار وکړي.”

خو دا چې له دغې حملې وروسته خبریالان څومره ځانونه خوندي احساسوي، همدا پوښتنه مې له ازاد خبریال ایاز پرهرڅخه وکړه.

“داسي کړنې او حملې پر خبریالانو متاثره کونکي دي. عام خلک هم متاثره شوه او موږ هم، نوره ویره هم شته چې نور خبریالان به هم همدا ډول هدف و ګرځول شي.”

ولسمشراشرف غني د همدغې حملې په تړاو یوه پیغام کې وویل، هغه کسان چې د افغانستان خلک وژني له هغوی سره به هېڅ راز خبرې ونه شي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم په یوه بیان کې وویل چې د هېواد د رسنیو پر غړو برید کول په حقیقت کې د طالبانو او ترورستانو اصلي څېره په ډاګه کوي چې په هېڅ دیني او مدني ارزښت باور نه لري.

د طلوع تلویزیون د اوو کارکوونکو یو ځایي وژنه په افغانستان کې پر یوې رسنۍ تر ټولو سخت برید دی.

طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی،دې ډلې د اکتوبر په میاشت کې طلوع او یک تلویزیونونو ته خبرداری ورکړی و.

XS
SM
MD
LG