د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

په شمال کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی


په شمال زون کې د نی یا د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ وايي چې په دې زون کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په شمال زون کې د نی دفتر مشر نوراغا شریفي وايي چې د تېر کال په پرتله د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی دی.

ښاغلی شریفي له دې سره د خبریالانو په وړاندې د ثبت شوېو شمېرو د خپرولو څخه ډډه وکړه، خو زیاته یې کړه چې په شمال زون کې د روان کال په ترڅ کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره سم د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

هغه په دې اړه وویل:

"د تاوتریخوالي کچه نسبت تېرکال ته ۴۰ سلنه زیاته شوې ، د خبریالانو په وړاندې ترسره شوی تشدد یا تاوتریخوالی مختلفې برخې لري چې تردې دمه یادو شویو پېښو ته رسیده ګي نه ده شوې."

په شمال زون کې د نی دفتر د مسوولان په خبره چې د خبریالانو په وړاندې د ترسره شوېو تاوتریخوالي اصلي عاملين دولتي چارواکي او یا هم حکومتي کسان دي او تر دې دمه هېڅ یوه بنسټ د ژورنالېستانو په وړاندې د ترسره شویو تاوتریخوالو پېښو ته رسیده ګي نه ده کړې.

شریفي وايي چې د امنیت نشتون، اطلاعاتو ته نه لاس رسی او همدا رنګه د ترسره شویو تاوتریخوالو د دوسیو نه څېړل هغه عوامل دي چې ورځ تر بلې یې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د نی دفتر چارواکي وايي چې د خبریالانو په وړاندې په ترسره شوي تشدد کې د خبریالانو وهل ټکول، د هغوی د وسایلو ضبط او د مرګ په ګواښلو پېښې په کې شاملې دي.

شریفي یې په اړه زیاته کړه:

"هغه تاوتریخوالی چې د خبریالانو په وړاندې ترسره شوی دی په کې مختلفې برخې دي، وهل ټکول، په مرګ ګواښل او داسې نور، د یادو تاوتریخوالو عاملین هم حکومتي کسان او چارواکي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په شمال زون کې د خبریالانو ټولنیز بنسټ هم مهاله د خبریالانو په وړاندې د تشدد له زیاتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د خبریالانو د قتلونو دوسیې له سره وڅېړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG