د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د طالبانو او روسیې د اړیکو په اړه د افغان حکومت غبرګون


د افغانستان د ملي امنیت شورا له طالبانو سره د روسیې د نژدې کېدو په اړه د خپرو شویو راپورونو په غبرګون وایي چې دواړه هېوادونه د تروریزم پر وړاندي ګډ نظر لري.

د دغې شورا ویاند وایي، تروریزم یوازې افغانستان ته نه بلکې ټولې سیمې ته ګواښ دی.

وروسته له هغې چې د کندز د والي اسدالله عمرخېل په حواله له روسیې سره د طالبانو د اړیکو د ښه کېدو په اړه راپورونه خپاره شول، د ملي امنیت شورا وایي چې دواړه هېوادونه د تروریزم پر وړاندي ګډ دریځ لري.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ که څه هم له روسیې سره د طالبانو د اړیکو په اړه څه نه وایي، خو ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو په باور ښه او بد تروریزم نشته.

غورځنګ: تروریزم یوازې افغانستان ته نه بلکې ټولې سیمې ته ګواښ دی.
غورځنګ: تروریزم یوازې افغانستان ته نه بلکې ټولې سیمې ته ګواښ دی.

هغه زیاته کړه:

"دواړه دولتونه مشترک باور لري پر دې باندي چې تروریزم د افغانستان او سیمې لپاره ګډ ګواښ دی او باید پر وړاندې یې مشترکې هلي ځلي وشي، له دې جملې څخه مشترک باور پر دې دی چې افغان ځواکونه باید جنګ ته آماده او تجهیز شي."

د کندز والي د سې شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې طالبانو روسیې ته مخه کړې او غواړي خپلو کې اړیکې پیاوړي کړي، هغه څه چې د نوموړي په وینا راتلونکی ګواښي.

روسیې که څه هم مشخصاً په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازې ضمیر کابلوف ویلي و چې د داعش له اړخه د خطر تر احساسولو وروسته یې له طالبانو سره استخباراتي معلومات تبادله کړي دي.

ښاغلي کابلوف ویلي و چې له طالبانو سره یې یوازي اړیکې نیولي وې او ورسره همکاري نه کوي.

داعش چې د طالبانو سر سرخته سیاله ډله بلل کېږي، تېر کال د افغانستان د ختیځ په ځينو برخو کې را پیدا شوه.

اخوا په قطر کې د طالبانو د غیر رسمي دفتر یوه ویاند محمد نعیم له طالبانو سره د روسیې د همکاریو په اړه راپورونه بې بنسټه بللي و او ویلي و چې طالبان د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره اړیکې لري.

د ولسي جرګې اداري پلاوی هم وایي چې له طالبانو سره د روسیې نژدېوالی د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزه کوي.

د دغې جرګې منشي عبدالروف انعامي د روسیې دا اقدام د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد مستقیمه لاس وهنه بولي.

انعامي: د اصلاً یو ناکام سیاست دی
انعامي: د اصلاً یو ناکام سیاست دی

هغه زیاتوي:

"روسانو داسي فکر کړی چې یو ستر شر په وړوکي شر له منځه یوسي، دا اصلاً یو ناکام سیاست دی او بشپړ باور لرم چې د افغانستان او روسیې په زیان دی."

د چارو ځينې کارپوهان هم وایې چې د سیمې ځينې هېوادونه د ځانګړو اهدافو لپاره له تروریستي ډلو استفاده کوي.

د سولې او شخړې د انسټټیوټ یو څیړونکی حکمت الله اعظمي وایي چې له تروریستي ډلو ملاتړ په افغانستان کې جګړه دوامداره کوي او ګواښ یې سیمې ته هم متوجې دی.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG