د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

له طالبانو سره د مسکو اړیکه په افغانستان کې د نوي جنګ د پیل نښه


د ولسي جرګې اداري پلاوي د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون ته دنده وسپارله چې د روسي چارواکو او طالبانو تر منځ د اړیکو مسئله دې د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو څخه وپوښتي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، له طالبانو سره د روسي چارواکو د اړیکو نیول، له یوې خوا په هېواد کې د روسيې څرګنده مداخله او له بلې خوا په هېواد کې د روس او امریکا تر منځ د یو نوي جنګ د پیلېدو نښه ده.

د ولسي جرګې غړو د شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل، که حکومت د روسي چارواکو د دغو څرګندونو پر وړاندې چپ پاتې شي او مخه یې ونه نیسي، افغانستان به د سوريې له برخلیک سره مخ شي.

په دې اړه د ولسي جرګې د غړو د اندېښنو له څرګندونو وروسته، د جرګې رئيس عبدالرؤف ابراهیمي د بهرنیو اړیکو کمېسیون ته دنده وسپارله چې موضوع دې د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه کړي.

ښاغلي ابراهیمي وویل:

"د روسي چارواکو د اظهاراتو په اړه د بهرنیو اړیکو کمېسیون مخاطبوم چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وپوښتي، ځکه چې طالبان د افغانستان دښمنان دي او که روسیه ورسره اړیکې نیسي دا د افغانستان په ګټه نه دي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ده."

په دې وروستیو کې روسي چارواکو ویلي چې د داعش له خطر څخه یې د خپل هېواد د ساتنې په خاطر، په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې نیولي دي.

روسي اژانس انټرفاکس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله ویلي چې روسي چارواکو له طالبانو سره د اطلاعاتو د تبادله کولو په مقصد اړیکې نیولې دي.

طالبانو بیا په یوې خبرپاڼه کې د داعش د ځپلو په هدف له روسي چارواکو سره اړیکې نیول رد کړي او ویلي یې دي چې د داعش ځپل دې ته اړتیا نه لري چې دوی دې په اړه له روسیې سره تماس ونیسي.

د ولسي جرګې غړو ویل کلونه کلونه کېږي چې هېواد يې جنګونو ځپلی او نور نه غواړي چې خاوره یې د نړۍ د دوو سترو قونونو تر منځ د جنګ په ډګر بدله شي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي صالح محمد صالح وویل:

"حکومت دې راویښ شي او ملت ته دې ځواب ووايي، د روسیې دا څرګندونې د هېواد په ګټه نه دي، دلته بیا رقابتي جنګونه جوړېږي او ولس یې توان نه لري، موږ مخکې اندېښنه لرله او اوس د دې رقابتي جنګونو څخه پرده پورته شوه."

همدارنګه د جرګې بل غړي خلیل الله شهید زاده وویل چې د روسیې دا اقدام د افغانستان په ګټه نه دی او افغانستان د سیالیو په ډګر بدلوي.

معلومه نه ده چې افغان چارواکي به د مسکو او طالبانو تر منځ د اړیکو په اړه ولسي جرګې ته څه ځواب ورکړي، خو له دې وړاندې افغان حکومت روسیه خپل متحد هېواد بللی او پوځي مرستې یې ترې غوښتې دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG