د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

روسیه غواړي د افغان سولې له بهیر سره همکاري وکړي


روسیه وايي چمتوه ده چې پر افغان طالبانو د بندیزونو په کمولو د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا د پنجشنبې په ورځ ویلي، روسیه د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ روانې خبرې اترې هم یو مثبت ګام بولي.

د ایټرټاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زخاروا له خولې ویلي، که چېرې د افغانستان د ملي ګټو سره په مخالفت کې نه واقع کېږي نو دا هېواد چمتو دی چې د وسله والو طالبانو په وړاندې د بندیزونو د کمولو د مسلې په وړاندې نرمښت وښيي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په عین حال کې په افغانستان کې د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او په ځانګړې توګه یې د افغانستان د شمال یادونه کړې چېرې چې د دې په وینا طالبان پر ځینو ولسوالیو واک لري او د حکومت تر واک لاندې سیمو باندې پرلپسې بریدونه کوي.

، روسیه چمتو ده چې د افغان سولې د بهیر په پیاوړتیا کې مرسته وکړي
، روسیه چمتو ده چې د افغان سولې د بهیر په پیاوړتیا کې مرسته وکړي

نوموړې ویلي، د طالبانو سره د سولې لپاره تر دې مخکې شوې هڅې په ځانګړې توګه د پاکستان، افغانستان، چین او امریکا د څلور اړخیزې ډلې له خوا کومې ځانګړې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

ایټرتاس خبري اژانس د زخاروا له خولې وايي، روسیه چمتو ده چې په افغانستان کې د سولې د بهیر په پیاوړتیا کې مرسته وکړي، خو نوموړې دا نه دي ویلي چې که د چین او امریکا هڅې نتیجه نه ورکوي نو روسیه پر دې هڅو څه ورزیاتولی شي څو په افغانستان کې د سولې په ټینګښت تمامې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د مرستې وړاندیز په داسې حال کې کوي چې د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په اړه، د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان د استازو په ګډون پنځمه څلور اړخیزه غونډه، پرته له دې چې کومه لویه پریکړه اعلان کې ترسره شوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ د وروستیو خبرو اترو په اړه ویلي چې هېواد یې دا یو مثبت پرمختګ ګڼي خو په وینا یې دا ډله د افغان حکومت سره د پخلاینې په برخه کې له طالبان سره شریک دریځ نه لري.

د اینټرفاکس خبري اژانس بیا د بل روسي ډیپلومات ضمیر کابلوف له خولې ویلي چې د اسلامي حزب او افغان حکومت تر منځ سیاسي او پوځي جوړجاړی به د افغانستان په اوسني وضعیت کې کوم بدلون رامنځ ته نه کړي. نوموړي ویلي دا پخلاینه به د کابل او طالبانو تر منځ پر اوسنیو اړیکو کې هم کوم مثبت بدلون رانه ولي.

د کابلوف په وینا د اسلامي حزب سره په روغه جوړه کې بدي نه شته، خو دده په وینا، د ګلبدین حکمیتار په مشرۍ دې ډلې ډېر مخکې خپل پوځي ځواک له لاسه ورکړی او د هغو کسانو په منځ کې چې د حکومت خلاف جګړه کوي کوم ملاتړ نه لري.

دا چې روسیه به د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د اسلامي حزب د لرې کولو ملاتړ وکړي کنه، ضمیر کابلوف ویلي، دوی به پر دې مسلې غور وکړي.

روسیه د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د خبرو په اړه په داسې حال کې خپل نظر څرګندوي چې د دې دواړو لور ترمنځ د سولې یو ابتدايي تړون نهايي شوی او دا مهال د وروستي غور لپاره د دواړو خواوو مشرانو ته سپارل شوی.

د امریکا متحده ایالاتو او ناټو ویلي چې دوی د اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې د خبرو او په دې برخه کې د شوي پرمختګ هرکلی کوي.

XS
SM
MD
LG