کارپوهان په دې باور دي چې په اوکراین او سوریه کې د لويديځ او روسيې مخامخ کېدل، په افغانستان کې د ټولو لورو د همکاري د قطع کېدو لامل شوی.
خو افغان چارواکو بيا بیا ويلي چې دوی به پرې نږدي چې دا هېواد د سيمه یېزو او نړيوالو قدرتونو د رقابت ميدان شي.
د روسيې ولسمشر څو کاله وړاندې په افغانستان کې د ناټو او امريکا د رول ستاينه کړې وه او ويلي يې و چې هغوی د ترورېستانو پر وړاندې د جګړې ټوله بار پر خپلو اوږو اخيستی او باید د دې جګړې تر پايه خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.
خو وروسته له دې چې په سوریه او اوکراین کې د امریکا د ګټو پر وړاندې د مسکو له خوا اقدامات وشول، ويل کيږي چې کريملین په يوه نوي سیاست خپلولو سره غواړي د واشنګټن لپاره افغانستان په یوه ناکامي تبديل کړي.
مسکو تېرکال په افغانستان کې له امریکا سره له همکارۍ ډډه وکړه او د واشنګټن د رول پر وړاندې د درېدو لپاره يې په افغانستان او سيمه یېزو هېوادونو کې زورواکو ته مخه کړه. واشنګټن غواړي په افغانستان کې خپلې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښيږدي.
افغانستان ته د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف که څه هم په دې وروستيو کې ویلي چې مسکو له طالبانو سره همکاري نه لري خو تېر کال يې ويلي و چې په افغانستان کې د مسکو او طالبانو ګټې سره ورته دي او له طالبانو سره د مسکو د تماسونو راپورونه خپاره شول.
د افغانستان د ولسي جرګې غړی نذيز احمدزی وايي چې روسیې ته د خپل اخري سفر پر مهال يې د دې هېواد چارواکو ته ويلي چې په افغانستان کې د سخت دريځو ډلو يا کسانو سره د مسکو تماسونه د افغانستان په خپلواکي کې لاسوهنه ګڼل کيږي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه:
"موږ هيله لرو، هغوی چې څنګه يې له موږ سره پرېکړه وکړه، زموږ له دولت سره اړیکې ولري خو تر اوسه ثابته نه ده. په عمل کې به وينو چې په راتلونکي کې څه کوي."
د امریکا د دفاع پخواني مرستيال وزیر ډېويډ سيډني په دې نظر دی چې له افغانستان سره اړونده د مسکو نوې پاليسي له هغو هڅو سره ده چې ولسمشر پوتين يې کوي څو روسیه د نړۍ لوی قدرت کړي.
دی وايي، ويل کيږي کريملین دې نتيجې ته رسېدلی چې په نړۍ کې د روسيې رول د امریکا د قدرت او اعتبار له کموالي سره تړاو لري.
ښاغلی سيډني زياتوي چې د روسيې لپاره مهمه ده چې په افغانستان کې رول ولري څو خپل ځان يو قدرت ثابت کړي او په افغانستان کې د واشنګټن له ستونزو سره مخامخ کېدل مسکو ته يو فرصت ورکوي چې په نړۍ کې د امريکا برتري بې اعتباره وښيي.
ډېويډ سيډني چې د افغانستان د اردو د بيا رغونې لپاره يې څو کلونه هڅې کړي دي، وايي، د منځنۍ اسيا هېوادونه چې اوس هم په خپلو بهرنیو سياستونو کې د مسکو پر پله ځي، له افغانستانه د مخدره موادو د قاچاق او په دغه هېواد کې د نا امنیو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي.
دی وايي چې ولسمشر ولاديمير پوتين د مسکو د برلاسي او تسلط د زياتولو لپاره د منځنۍ اسيا په چاپېريال کې په افغانستان کې د يوه پرمختللي رول په لټه دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي چې په افغانستان کې د واشنګټن پر پاليسيو سخت انتقاد کوي، په دې وروستيو کې روسيه نن تلويزيون ته ويلي چې امریکا د هغو غلطيو په اړه چې په افغانستان کې شوي، باید وضاحت ورکړي او په دې اړه باید له هندوستان، چين او په ځانګړې توګه له روسيې مرسته وغواړي چې دغه هېواد له افغانستان سره تاريخي اړيکې لري.
په لندن کې د چتم هاوس مطالعاتو د مرکز کارپوه، حمید حکیمي وايي، وروسته له هغه چې مسکو او ناټو په ۲۰۱۴میلادي کال کې له اوکراین سره اړوند له يو بل سره مخامخ شول، په افغانستان کې د ناټو له هڅو د مسکو ملاتړ قطع شو.
ښاغلی حکيمي د مسکو او طالب جنګيالیو او په افغانستان کې د نورو زورواکو تر منځ تماسونو ته په اشاره وايي:
"په افغانستان کې د روسيې لاسوهنه به د ناټو هېوادونو او مسکو تر منځ رقابت لا زیات کړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او پاکستان په چارو کې یو کارپوه ماروين واينبوم وايي، په داسې حال کې چې روسيه په افغانستان کې ضد نقيض اقدامات کوي، مسکو په دغه هېواد کې د خپل راتلونکي رول د څرنګوالي په اړه پرېکړه نه ده کړې.
وروسته له هغه چې د ناټو ډېری سرتيري په ۲۰۱۴میلادي کال کې له افغانستانه ووتل، مسکو په داسي حال کې چې له دې هېواد څخه په تهديدونو کې مبالغه هم کوي، له افغانستان سره يې ډېره کمه نظامي مرسته کړې ده.
روسيې په فبرورۍ مياشت کې افغانستان ته لس زره کلاشنکوفونه ورکړل او له کابل سره يې د می ۳۵ الوتکو د پلورلو په اړه مذاکرات هم کړي.