د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

له طالبانو سره د روسيې او ایران پوځي مرستو اندېښنې زېږولي


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او کارپوهان له وسله والو طالبانو سره د روسیې او ایران پوځي مرسته د اندېښنې وړ موضوع بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په بامیانو کې د طالبانو اړوند د ایراني وسلو یوه زیرمه کشف شوې او د امریکا د استخباراتو ادارې ویلي چې روسیه هم له طالبانو سره پوځي مرسته کوي.

د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې له وسله والو طالبانو سره د روسیې د پوځي مرستو په اړه یې راپورونه ترلاسه کړي او په دې اړه څیړنه کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د امنیتي چارو کارپوهان وايي، د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته وسلې ورکول د افغانستان په ځمکني بشپړتیا څرګند تېری دی.

د ولسي جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت باید وسله والو طالبانو ته د روسیې او ایران د وسلو د ورکړې په اړه جدي غبرګون وښيي.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه:

"افغان حکومت د خپلو خلکو او خاورې په وړاندې مسوولیت او مکلفیت لري چې د نیابتي جګړو مخه ونیسي، روسیه او ایران باید له افغان حکومته د مشروع حکومت په صفت ملاتړ وکړي او تجهیزات ورکړي چې د داعش په مقابل کې وجنګېږي، نه چې وسله والو ډلو ته په دې پلمه چې د داعش مخه نیسي وسلې ورکړي."

ښاغلي ایوبي زیاته کړه، حکومت مکلف دی چې په افغانستان کې د پردیو د نیابتي جګړو مخه ونیسي او په دې برخه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

په دې وروستیو کې امریکايي استخباراتو خبر ورکړی چې په کندز ولایت کې جنګېدونکو طالبانو سره د روسیې نوې وسلې لیدل شوي دي.

ارشیف
ارشیف

له دې سره سم د یکشنبې په ورځ په بامیانو کې د طالبانو د مهماتو یوه زیرمه کشف شوه چې د بامیانو د والي طاهر زهیر په وینا ایراني وسلې په کې وې.

ارشیف
ارشیف

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې روسیې او طالبانو د داعش د ځپلو په هدف خپلو کې اړیکه نیولې، خو طالبانو هغه مهال دا راپورونه رد کړل.

له طالبانو سره د روسیې پوځي مرسته په ولسي جرګه کې د کندز وکیل عبدالودود پيمان هم مني او وایي کله چې افغان حکومت وسله وال طالبان د تاجکستان پولو ته په شاه کړي، روسیي پوله ساتي ځواکونه د طالبانو مخه نه نیسي.

د افغان حکومت یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې حکومت له وسله والو طالبانو سره د روسیې او ایران د پوځي مرستو په اړه راپورونه ترلاسه کړي چې دا مهال یې په اړه پلټنې روانې دي.

د امنیتي چارو افغان کارپوهان وايي، افغان حکومت مسوولیت لري چې د پردیو د ښکاره او پټو لاسوهنو مخنیوی وکړي.

پخوانی امنیتي چارواکی محمد یوسف امین ځاځي ازادي راډیو ته وویل، ولس هم باید په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

"که افغان حکومت د ولس په وړاندې خپل مکلفیتونه ادا نه کړي، په ټولنه کې عدالت تامین نه کړي، سیمه ییزو او نړېوالو ته باید افغان حکومت وښيي چې موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان په سرنوشت لوبې وکړي، که دا کا رونه شي د افغانستان د حکومت پرځای به پردي پاله تصمیم نیسي چې د افغانستان لپاره په ګټه نه دي."

د ولسي جرګې غړي په دې باور دي چې امریکا او روسیه دا مهال په افغانستان کې یوه نیابتي جګړه پرمخ وړي چې جنګیالي یې افغانان دي.

دوی وايي، ایران او روسیه له وسله والو طالبانو سره په دې پلمه مرسته کوي چې د داعش مخه ونیسي، خو د دوی ټينګار دا دی، که دا مرستې په مستقیم ډول له افغان ځواکونو سره وشي، نو له یو خوا به د افغانستان له امنیت سره مرسته وکړي او له بل پلو به یې له خپلو پولو لرې د داعش مخنیوی کړی وي.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG