د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۶

اسلام اباد کې د سارک سازمان غونډه پر کومو موضوعاتو بحث کوي؟


ټاکل شوې چې د جنوبي اسيا هېوادونو د سیمه ییزې همکارۍ سازمان يا سارک د غړيو هېوادونو د کورنيو چارو وزيرانو غونډه سبا "چهارشنبې په اسلام اباد کې جوړه شي.

له تروریزم او مخدره موادو سره ګډه مبارزه، د سارک د غړيو هېوادونو ترمنځ د اړيكو پراخيتا، جنایې جرمونه او سایبري ګواښونه هغه مسایل دي چې د سارک هېوادونو د کورنيو چارو وزيرانو په غونډه به پرې خبرې وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي په دغې غونډه کې د افغانستان له لوري د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال مسعود احمد عزيزي ګډون کوي.

ښاغلي مستغني د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

مستغني: په دغې غونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال مسعود احمد عزيزي ګډون کوي.
مستغني: په دغې غونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال مسعود احمد عزيزي ګډون کوي.

"د سبا ورځې غونډه د جنوبي اسيا د همکارۍ سازمان يا سارک د غړيو هېوادونو د کورنيو چارو وزيرانو د لوړو پوړو چارواکو غونډه ده، په دې کې د افغانستان له لوري د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال ګډون کوي، د افغانستان جمهوري دولت په بهرنۍ پالیسۍ کې سیمه ییزې همکارۍ ته ځانګړی اهمیت ورکوي."

د جنوبي اسيا هېوادونو د سیمه ییزې همکارۍ سازمان يا سارک په ۱۳۶۴ هجري کال کې جوړشوی او دا مهال يې پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانکا، بوتان، نيپال، مالديف او افغانستان غړيتوب لري.

افغانستان په ۱۳۸۶ هجري کال په نوي ډهلي کې د دغه سازمان په څوارلسمه غونډه کې د هندوستان په وړانديز د اتم غړي په توګه ومنل شو.

پاکستاني رسنۍ هم وایي د جنوبي اسيا د همکارۍ سازمان يا سارک د غړيو هېوادونو د کورنيو چارو وزيرانو غونډه به سبا "چهارشنبې" په اسلام اباد کې جوړه شي.

خو یو شمېر افغان شننونکي وایي سارک غونډې یوازې نمایشې بڼه لري او غړي هېوادونه یې نه دي توانیدلي چې په غونډه کې شوې ژمنې عملي کړي.

د پوځي چارو کار پوه عتیق الله امرخېل په دې اړه وویل:

د پوځي چارو کار پوه عتیق الله امرخېل
د پوځي چارو کار پوه عتیق الله امرخېل

"سارک خپل مسوولیت نه دی ادا کړی او نشي کولی چې خپل مسوولیت ادا کړي ځکه دلته نور قدرتونه دي او دوې یوازې په نمایشي ډول راځې غونډې جوړوي موږ ترې کوم انتظار نه لرو."

نوموړي وویل چې په سارک غونډو کې تر دې وړاندې هم د تروریزم سره د مبارزې مخدره موادو او په یو شمېر نورو برخو کې ژمنې شوې دي خو تراوسه یې عملي بڼه نه ده غوره کړې.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG