د سارک يا د جنوبي اسيا د سيمه ييزې همکارۍ سازمان د کلتوري پلازمېنې په توګه د باميان د رسمي نومونې مراسم د پنج شنبې او جمعې په ورځو جوړېږي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي؛ په دې اړه يې لازم تدابير نيولي دي.
د دغه وزارت وياند محمد امين باوري ازادي راډيو ته وويل چې د افغانستان د عالي رتبه چارواکو ترڅنګ؛ د سارک سازمان د غړو هېوادونو استازي به هم په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.
د ښاغلي باوري په خبره، په دې مراسمو کې د ګډون لپاره به بهرني مېلمانه چهارشنبې کابل ته ورسیږي او وروسته به باميان ولايت ته انتقال شي:
په باميان کې د لرغونو اثارو او ساحو د موجوديت په خاطر دغه ولايت د سارک سازمان له خوا د فرهنګي مرکز يا پلازمېنې په توګه انتخاب شوى دى.
افغان چارواکي وايي چې د مراسمو په څنډه کې به په باميان کې د افغانستان د زراعتي محصولاتو او لاسي صنايعو نندارتون جوړ شي؛ دغه راز د موسيقۍ او نندارو پروګرامونه هم په پام کې دي.
په همدې حال کې ولسي جرګه له امنيتي ارګانونو غواړي چې د باميان د امن لپاره دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د ولسي جرګې ریيس عبدالروف ابراهيمي پرون د ولسي جرګې په غونډه کې دغه خبره وکړه:
”باميان د سارک سازمان د فرهنګي مرکز په توګه انتخاب شوى دى؛ له امنيتي مسوولينو هيله کوو چې د دې ولايت د امن د ټينګښت لپاره لازم تدابير ونيسي.“
تر دې مخکې د افغانستان بل ولايت غزني؛ په ٢٠٠٧م کال کې د ايسيسکو يا د اسلامي، علمي او فرهنګي تعليماتو د سازمان له خوا د اسلامي تمدن د فرهنګي مرکز په توګه اعلان شوى و چې په ٢٠١٣م کال کې رسماً معرفي شو.
افغان چارواکي ډاډ څرګندوي چې د سارک يا د جنوبي اسيا د سيمه ييز همکارۍ سازمان د فرهنګي مرکز په توګه د باميان له رسمي نومونې سره به د افغانستان او د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ همکاري زياته شي.
افغانستان، هند، پاکستان، نيپال، بوتان، مالديف، سريلانکا او بنګله دېش د سارک سازمان غړي هېوادونه دي.