د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د سارک غړي هېوادونه په چین د ساختمان او ټراسپورټ پر مسالو بحث کوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو یوه پلاوي د شنبې په ورځ په هغه غونډه کې برخه واخیسته چې د سارک یا د جنوبي آسیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو له خوا جوړه شوې وه.

چین د شنبې په ورځ د سارک یا جنوبي آسیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان د غړیو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو د استازیو کوربه و.

په چین کې د دغه سازمان په سږنۍ غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د مرستیال خان جان الکوزي په مشرۍ یوه پلاوي برخه اخیستې ده.

ښاغلي الکوزي چین تر سفر مخکې له آزادي راډیو سره د دغې غونډې د جوړېدو اهداف داسې یاد کړل:

((د ساختمان او ترانسپورټ په اړه به دغه کلنۍ غونډه کې چې په چین کې جوړیږي؛ بحث وشي.))

خو د یادې غونډې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

افغانستان دوه کاله وړاندې یعنې په ۱۳۹۲ کال کې د سارک د غړیو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د اجراییه کمیټې د نهه پنځوسمې غونډې کوربه توب په غاړه درلود.

د هغې غونډې هدف دا و چې په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره پر فرصتونو بحث و شي.

سارک یا د جنوبي آسیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان یو اقتصادي او سیاسي سازمان دی چې په کې د آسیا د جنوب هېوادونه لکه افغانستان، پاکستان، هند، بنګلدیش، سریلانکا، نیپال، مالدیف او بوتان غړیتوب لري.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان وایي؛ د یاد سازمان غړي خپلو کې ډېرې ستونزې لري او دا ستونزې د دوی پریکړې اغیزمنې کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون آزادي راډيو ته په دې اړه وویل:

((زه باور نه لرم چې دا ډول ناستې او هغه هم د سوداګرۍ د خونو په سطحه لاسته راوړنې ولري. خو یو شی باید په یاد ولرو چې د خلکو متقابلې اقتصادې ګټې د دولتي بنسټونو نه پرته رامنځ ته کیږي.))

ښاغلی سیحون زیاتوي چې د دغه سازمان فعالیتونو تر اوسه د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې او یوازې یې تشریفاتي بڼه لرله.

دی وایې، تر هغو چې د جنوبي آسیا غړې هېوادنه خاصتا هند او پاکستان خپلو کې شته سیاسي شخړې حل نه کړي؛ نو د دغه سازمان پریکړې به د پام وړ لاسته راوړنې و نه لري.

XS
SM
MD
LG