افغانستان
ټیفا: حکومت دې د انتخاباتي نظام د اصلاح په نوم لوبه ختمه کړي
په افغانستان کې د انتخاباتو د څار بنسټونه له افغان حکومته غواړي چې د انتخاباتي نظام د اصلاح په نوم پیل شوې لوبه ختمه کړي.
د فیفا، ټيفا او اکسین شبکې مسوولینو په یوه سرخلاصي لیک کې وویل چې ملي شورا او افغان حکومت په ګډه په افغانستان کې د انتخاباتو مخه ډب کړې ده.
تردې وړاندې د نوي کرښې په نوم مدني بنسټ هم ویلي چې د نظام ننه او په ملي شورا کې ځينې کړۍ د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو مخه نیسي.
خو حکومت ویلي، وروسته له دې چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه فرمان ولسي جرګې رد کړ، اوس یې د اساسي قانون د عملي کیدو د څارنې له کمیسیون سره سلا مشورې پيل کړي دي
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په اسلام اباد کې د جرمني سفارت افغانانو ته د کار او زده کړو وېزې انلاین کړې
په اسلاماباد کې د جرمني سفارت اعلان کړی چې په پاکستان کې مېشت افغان وګړي کولای شي د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د زدهکړې او کار د ویزې لپاره په آنلاین ډول غوښتنلیک وسپاري.
سفارت پرون (جمعه)، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د زدهکړې او کار ویزو ټول غوښتنلیکونه به یوازې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ د خدماتو د انلاین پورټل له لارې پروسس کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې که چا د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د انتظارلېست له لارې وخت مخکې تر مخکې اخیستی نه وي، غوښتنلیک نه شي سپارلی.
په اسلام اباد کې د جرمني سفارت وايي، دا کار یې د اسنادو د وړاندې کولو او د پروسې د بشپړولو په چارو کې د اسانتیا لپاره کړی دی.
په بدخشان کې د یوه کان د نړېدو په پېښه کې ۵ کاګر مړه شوي
د بدخشان ولایت په شهرِ بزرگ ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او اته نور ټپیان دي.
د طالبانو د دفاع وزارت نن (شنبې) د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کان د «اویز» په سیمه کې د غر د ښویېدو له امله ونړېد او ګڼ شمېر کارګران یې تر خاورو لاندې کړل.
طالبانو ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي، او یو شمېر نور کارګران چې تر خاورو لاندې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.
پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې په باجوړ کې پر ملکیانو برید شوی
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان له لوري طالب ځواکونو د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ملکي وګړي په نخښه کړي چې له کبله یې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د جمعې په ورځ ناوخته په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د هغه په وینا، د پنجشنبې په ورځ د باجوړ په قبایلي ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو له لوري د «بېپروا او ړانده برید» له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
ده زیاته کړې چې د جمعې په ورځ هم درې ملکي وګړي، چې کرکټ یې کاوه، د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ټپیان شوي دي. نوموړي دا برید «ښکاره او بېشرمانه» بللی او پړه یې پر ټي ټي پي اچولې ده.
اسلاماباد پاکستاني طالبان (TTP) «فتنه الخوارج» بولي او ادعا کوي چې دا ډله د کابل له ملاتړه برخمنه ده.
تر اوسه کابل د اسلاماباد د دې تازه تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې دا ادعاوې رد کړې وې.
له بلې خوا د همدې اوونۍ په پیل کې افغانستان ویلي وو چې د پاکستان له لوري د کونړ ولایت په ځینو سیمو د توغندويي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴ ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور، چې ۳۰ زدهکوونکي هم پکې شامل وو، ټپیان شوي دي.
کابل ویلي وو چې په دغو بریدونو کې د خلکو کورونه او د سید جمالالدین افغاني پوهنتون هم زیانمن شوي دي.
اتریش په ازبکستان کې د افغان کډوالو پر مساله څیړي
د اتریش د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران روانه اونۍ ازبکستان ته ځي او هلته به د افغان کډوالو په اړه یو نوی تړون لاسلیک کړي.
د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ د اتریش د بهرنیو چارو وزیر ماینل رایزینګر او د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ازبیکستان ته ولاړ شي او له ازبیک چارواکو سره د هغو افغانانو په تړاو خبرې وکړي چې په اتریش کې یې د پناه اخیستو درخواست رد شوی دی. اتریش غواړي دغه افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.
د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.
په نورستان کې له زرګونو کورنیو سره مرستې وشوې
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د نورستان په دوو ولسوالیو کې له هغو زرګونو افغانانو سره مرسته کړې ده چې د پاکستان او افغانستان د جګړو له امله اغیزمن شوې دي.
سره صلیب د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې په کامدیش او برګ مټال ولسواليو کې یې له اوولس زره اغیزمنو شویو کورنیو سره د ووړو، غوړیو او یوشمیر نورو خوراکي موادو مرسته وکړه.
سره صلیب دا مرسته د ملګرو ملتو د خوړو له نړیوال پروګرام سره په ګډه کړې ده.
اوکراین یو ځل بیا د تور سمندر په غاړه د روسیې د انرژۍ په تاسیساتو برید وکړ
اوکرایني ځواکونو یو ځل بیا د روسیې د تور سمندر په بندري ښار توآپسه کې د تېلو پر تصفیه خونې د جمعې په ورځ برید وکړ.
یوه ورځ مخکې هم اوکراین له خپلو پولو شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره لرې د روسیې د تېلو په تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو برید کړی و.
چې دا د کیف له لوري د روسيې د انرژۍ په تاسیساتو د اوږده واټن بریدونو د لړۍ تازه پېښه وه.
د کراسنودار سیمې چارواکو د جمعې په سهار په ټیلیګرام کې وویل: «په توآپسه کې د کیف د رژیم د ډرون برید په پایله کې د بندر د ټرمینل په ساحه کې اور ولګېد.»
چارواکو زیاته کړه چې بیړني ټیمونه د پیښې په ځای کې کار کوي، چې پکې شاوخوا ۱۳۰ اور وژونکي او ۴۱ بیړني وسایط شامل دي.
د پنحشنبې په ورځ د اپرېل په ۳۰مه، د روسیې او اوکراین ټیلیګرام چینلونو د ځایي اوسېدونکو له قوله راپور ورکړ چې د شپې له خوا پرم ښار ته نږدې د تېلو پایپلاین تاسیساتو ته څېرمه چاودنې وشوې.
خپرو شویو ویډیوګانو کې د اور لمبې او د ښار په فضا کې لوګي ولیدل شول.
د سیمې والي دیمیتري ماخونین وویل د ټپیانو رپوټ نه دی ورکړل شوی.
بلخوا د اوکراین امنیتي چارواکو دبرید مسئولیت ومانه او وویل چې پرم ښار کې یې د تیلو اصلي تصفیه خونه په نښه کړې ده.
یوه ورځ مخکې هم اوکرایني ځواکونو په دغه ښار یو ورته برید کې د تیلو په نورو تاسیساتو برید کړی و.
ریچارد بینټ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان خوشې کړي
د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکي د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې، افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان بې له قید او شرطه سمدستي خوشې کړي.
ریچارد بینټ زیاتوي چې په افغانستان واکمن طالبان باید دا یقیني کړي څو د رسنیو کارکوونکي وکولای شي د بیان ازادۍ حق وکاروي او خپل کار پرته له وېرې، غچ اخیستنې، ځورونې او یا نیولو ترسره کړي.
نوموړی وايي واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته ، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي په اندېښمن ډول کمه شوې ،خپلواکه راپور ورکونه اوس په جدي ډول محدوده شوې، او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د محدودیت او سانسور په فضا کې د واکمنو ترکنټرول لاندې کارکوي.
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د وري په ۲۲مه وویل د طالبانو په زندان کې دخبریالانو، شکیب احمد نظري، بشیر هاتف او حمید فرهادي روحي او رواني وضعیت ښه نه دی.
بلخوا د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان وایي، افغانستان یو ځل بیا د مطبوعاتو د ازادۍ سږني شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۷۵ یم ځای کې راغلی.
د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ هرکال د مې په ۳ لمانځل کیږي.
سږکال یونیسکو په دې مناسبت د مې په ۴مه “د سولې په لور د راتلونکې د جوړولو” تر عنوان لاندې د زامبیا پلازمینه لوساکا کې یو انلاین او حضوري کنفرانس تنظیم کړی دی.
پنجشنبې زرګونه کسان نور افغانستان ته ستانه شوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت دمهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون رپوټ ورکوي چې پرون څه دپاسه زر کورنۍ چې ۵۳۵۵ غړي لري دهیواد د بیلابیلو بندرونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې لدې جملې ۷۳۹ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لیږدول شوي او سلګونو کورنیو سره نقدې مرستې شوي او سیمکارټونه هم ورکړل شوي دي.
بلخوا د پناه غوښتوکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمشنرۍ UNHCR وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۵.۴ ملیونه افغانان له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
حامد کرزي او خلیلزاد له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو د زده کړو بندیز ختم کړي
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
دغو دواړو پخوانیو چارواکو دا غوښتنه د یونیسف د وروستي راپور په تړاو کړې ده.
یونیسف ویلي دي چې افغانستان به تر دوه زره دیرشم کال پورې له شل زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډيرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ شي.
یونیسف څرګندوي چې که د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي ورپورته راتلونکي څلور کلونه بند پاتې شي له تعلیمه د محرومو شویو نجونو شمیر به له دوه میلیونه څخه ډیر شي.
حامد کرزي په ایکسپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ ولیکل چې د افغان نجونو پر زده کړو دوامداره بندیز به د افغانستان د اړتیاو د زیاتیدو سبب شي او پر بهرنیو هیوادو به د افغانانو تکیه زیاته کړي.
زلمي خلیلزاد بیا دا مساله د سوالونو په ډول په ایکسپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ مطرح کړې ده او لیکلي یې دي چې د طالبانو حکومت د دې بندیزونو له راتلونکې خبر دي؟ طالبان د ستونزې د حل لپاره کوم تدابیر لري؟ او که هیڅ پلان نه لري نو فکر کوئ چې د افغانستان راتلونکې به څرنګه وي؟.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د جمعې په ورځ د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې په وینا، بغلان، سمنګان، تخار، بدخشان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، بامیان او پروان به د جمعې په ورځ د درنو بارانونو او سیلابونو شاهد وي.
په مختلفو ځایونو کې د ۱۰ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ د باران اټکل کیږي.