د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۷

افغانستان کې د انساني قاچاق د موجودیت په اړه اندېښنې


په افغانستان کې د بېړنیو مرستو او پراختیا موسسې چارواکي په دغه هېواد کې د انساني قاچاق موجودیت اندېښمن کړي دي.

دا موسسه وايي چې افغانستان په روان میلادي کال کې تر ټولو ډېر د انساني قاچاق له ګواښ سره مخ دی چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د بېړنو مرستو د پراختیا موسسې چارواکي وايي چې افغانستان د ددوه کلن نسبي ښه حالت وروسته یو ځل بیا د انساني قاچاق له خطرناک حالته تېرېږي.

د دغې موسسې یوه مشر محمد شعیب ناصري د شنبې په ورځ د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته وویل چې دا حالات افغاني ټولنه له جدي ستونزې سره مخ کوي.

ناصري:دا حالات افغاني ټولنه له جدي ستونزې سره مخ کوي.
ناصري:دا حالات افغاني ټولنه له جدي ستونزې سره مخ کوي.

هغه زیاته کړه:

"د دې حالاتو دوام به افغانستان له خطرناکه حالاتو سره مخ کړي، په دې چې همدا اوس موږ وینو چې ځوانان، ماشومان او ښځې اختطافیږي او په زور کارونو او بدو فعلونو ته اړ کېږي، حکومت باید ژر تر ژره دې ستونزې ته متوجې شي که نه کېږي افغان حکومت به په خپله لوی زیان وویني او ورباندې به د نړیوالو فشارونه ډېر شي."

د دغې موسسې د معلوماتو له مخې افغانستان له دې اړخه په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې څه ښه لوري ته تللی وو خو په وروستیو کې یو ځل بیا له جدي ګواښ سره مخ دی.

انساني قاچاق ټولو هغو اعمالو ته ویل کېږي چې له مخې یې انسانان د قاچاق وړونکو لاس ته لویږي او قاچاق کوونکي بیا په خپله زړه دغه قاچاق شوي انسانان ناوړه کړنو ته هڅوي.

د انساني قاچاق کړۍ انسانان په زوره کډوالۍ، سوال ټولولو، د مخدره موادو کار اوبار او فحشا ته مجبوروي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان نه یوازې د انساني قاچاق له لوړ ګواښ سره مخ دی بلکې دا هېواد د انساني قاچاق منبع او د ټرانزیټ لار ده.

د افغانستان د ځوانانو چارو معین کمال سادات وايي چې افغان حکومت د انساني قاچاق سره د مبارزې جدي ستراتژي تعقیبوي.

ښاغلي سادات دې غونډې ته وویل چې حکومت ځېنې انساني قاچاق کونکي نیولي او د دوی د لا نورو مرکزونو د له منځه وړلو په لټه کې دی.

د افغانستان د ځوانانو چارو معین کمال سادات
د افغانستان د ځوانانو چارو معین کمال سادات

هغه زیاته کړه:

"د ملي یووالي حکومت د انساني قاچاقو پر وړاندې ډېر جدي دی، په دې اړه موږ د امنیتي ادارو سره ډېر له نږدې کار کوو، هغه څوک چې دا کار کوي ځينې یې نیول شوي او ځينې نورې هغه ادارې به چې انساني قاچاق ته لار هواروي د ګډې همغږی له لارې ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي."

د جولای د میاشتې دېرشمه نېټه د نړی په بېلابېلو هېوادونو کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې ورځې له نوم او شعارونو سره لمانځل کېږي.

له دې ټولو سره د افغان حکومت او نړیوالو ځينې موسیسو سره دقیق ارقام نشته چې څومره فیصده خلک له دې پدیدې ځوریږي او څومره کسان عملاً په انساني قاچاق کې ښکېل دي.

د جمهور رئیس غني یوه سلاکاره ملالی شینواري وايي چې په دې برخه کې مبارزه له ننګونو سره مخ ده.

نوموړي وايي دا ستونزه دومره لویه ده چې د حل لپآره یې باید د ټولنې ټول قشرونه ونډه واخلي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG