د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

سیګار: افغان حکومت ۴ میاشتو کې ۵ سلنه خاوره له لاسه ورکړې


د افغانستان د بيارغونې ځانګړي عمومي څارونکي يا سيګار دفتر وايي چې افغان حکومت د څلورو مياشتو په موده کې پنځه فيصده خاوره سخت دريځو ته له لاسه ورکړې ده.

د سخت دريځو پرمختګونو ته په کتو سره د امريکا ولسمشر پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې به د روان کال تر پايه اته زره او څلور سوه امريکايي سرتېري پريږدي.

افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د ننوتلو پنځلس کاله کېږي او د ۲۰۰۱میلادي کال راهيسي طالبانو په افغانستان کې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې کړي دي او د اټکل له مخې، په راتلونکي کې ښايي نورې سیمې هم تر لاسه کړي.

دا خبره د افغانستان د بيا رغونې ځانګړي عمومي څارونکي يا سيګار دفتر په راپور کې راغلې.

د دې لپاره چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه په بشپړه توګه ووزي، امریکا افغان ځواکونو ته روزنه او تجهيزات ورکوي خو افغان ځواکونه اوس هم د مهماتو له کمي سره مخامخ دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش دفتر یا سیګار چې دا راپور یې خپور کړی وايي، د افغانستان حکومت تر مې میاشتې د خپل قلمرو په سلو کې پر ۶۵،۶ برخې ولکه لرله خو دا فیصدي د جنوري په پیل کې ۷۰،۵ وه.

دا په دې مانا ده چې له څلور سوه ولسواليو څخه نولس د حکومت له ولکې وتلي دي.

سیګار: د افغان ځواکونو نيمګرتياوو ته اوس هم کافي پام نه دی شوی.
سیګار: د افغان ځواکونو نيمګرتياوو ته اوس هم کافي پام نه دی شوی.

​د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، څېړونکي وايي، په راتلونکي کې د داسي وضعيت د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو نيمګرتياوو ته اوس هم کافي پام نه دی شوی.

راپور په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خولې ليکلي چې افغان حکومت ځکه دا خاوره له لاسه ورکړې چې افغان ځواکونه له هغو سيمو څخه چې لومړيتوب يې نه درلود، د تهاجمي عملیاتو، د سیمو خونديتوب جاري ساتلو او نورې مواقع تر لاسه کولو لپاره بل ځای ته ولېږل شول.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نيکولسن ويلي، د طالبانو تر کنټرول لاندي اکثريت ليري پرتې سيمې دي.

نيکولسن د پنجشنبې په ورځ په ويډيويي وينا کې پنټاګون ته ويلي:

جنرال نیکولسن
جنرال نیکولسن

"دوی باور درلود چې مځکې به ونيسي او وبه يې ساتي خو په دې کار کې پاته راغلل."

د راپور له مخې، د همدې مودې پر مهال سخت دريځو لس نورې ولسوالۍ هم تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي، افغان حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د سخت دريځو لاسته راوړنو ته په کتو سره د امریکا ولسمشر بارک اباما پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو نیمی شمېر پر ځای د روان کال تر پايه اته زره او څلور سوه پوځيان پريږدي چې د ده د ولسمشرۍ دوره به هم پای ته ورسېږي.

اوباما همداراز خپلو ځواکونو ته نوي اختيارات ورکړي چې کولای شي له افغان ځواکونو سره په عملیاتو کې ګډون وکړي او هوايي قوه وکارولای شي.

مخکې نيکولسن يوازي د طالبانو پر ضد په شديدو حالاتو کې د عملیاتو اجازه درلوده.

نيکولسن په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ غوڅ ملاتړ ماموريت او همداراز د تروريزم پر ضد د امريکايي ماموریت قوماندان هم دی.

XS
SM
MD
LG