د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

ستانکزی: بهرني وسله وال غواړي د لوګر ازرې ته سقوط ورکړي


د لوګر د ولایتي شورا غړي په لوګر کې له طالبانو سره د لسګونو بهرنیو جنګیالیو له یو ځای کېدو اندیښمن دي.

د لوګر د ولایتي شورا غړي حسیب ستانکزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ازرې کې شاوخوا سل عرب، چیچنیایي او ازبک وسله وال له سیمه ییزو طالبانو سره یوځای شوي او غواړي دغې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.

ښاغلی ستانکزی وایي دغه وسله وال له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ازرې کې میشت شوي
ښاغلی ستانکزی وایي دغه وسله وال له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ازرې کې میشت شوي

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"یو شمېر بهرني وسله وال له خپلو کورنیو سره راغلي او له سیمه ییزو طالبانو سره مرسته کوي او غواړي پر ولسوالۍ د حملې پلان جوړ او بیا سقوط ورکړي."

ښاغلی ستانکزی وایي دغه وسله وال له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ازرې کې میشت شوي او که یادې ولسوالۍ ته کافي تجهیزات او امنیتي ځواکونه ونه لیږل شي نو ښایې سقوط وکړي.

ازرې کې له دې وړاندې هم د بهرنیو او کورنیو جنګیالیو د فعالیتونو په اړه راپورونه موجود و او د ولایتي شورا غړی حسیب ستانکزی وایي، ازره کې د دولت له پراخو عملیاتو سره-سره لاهم دغه ولسوالۍ اویا فیصده د طالبانو په لاس کې ده.

په ورته وخت کې یوه دولتي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د پيښور شورا غواړي ازره ولسوالۍ په بشپړه توګه سقوط او په دغه سیمه کې ځان ته اډې جوړې کړي.

له دې وړاندې د ازرې ولسوال حمید الله حمید هم له رسنیو سره خبرو کې دا منلې وه چې یو شمېر بهرني وسله وال ازرې ته راغلي دي.

وزیري: د لوګر په ازره کې به د وسله والو هر ډول تحرکات وځپل شي.
وزیري: د لوګر په ازره کې به د وسله والو هر ډول تحرکات وځپل شي.

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ډاډ ورکوي چې په لوګر کې د ۲۰۳ تندر قور اردو څلورمه لوا په جریان کې ده او د وسله والو هر ډول تحرکات به وځپي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"هر ځای چې دښمن وکړای شي، هلته تحرکات کوي. له هغې ډلې ازره کې. دا منم. خو هغه څه چې موږ یې ژمنه کوو دا دي چې دښمن نه شي کولای او افغان امنیتي ځواکونه هلته رسیدګي کوي."

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل بیا د کابل امنیت له ګاونډېو ولایتونو سره تړلې بولي او دولت ته د لوګر د امنیت ساتلو جدي سپارښتنه کوي.

امرخېل بیا د کابل امنیت له ګاونډېو ولایتونو سره تړلې بولي
امرخېل بیا د کابل امنیت له ګاونډېو ولایتونو سره تړلې بولي

ښاغلی امرخېل وايي:

"تاسو ته معلومه ده چې لوګر د کابل جنوبي دروازه ده. دغه سیمې لکه لوګر، میدان وردګ او سروبي د کابل لپاره خطرناکې واقع کیږي. دلته باید سرتاسري عملیات وشي، ځواکونه ځای پر ځای شي او کنټرول یې باید ډېردقیق وي."

ازره د کابل خاک جبار او د ننګرهار حصارک ته نږدې پرته ولسوالي ده او د خېبر پښتونخوا له ترې منګل او پاړه چنار سره هم ۲۶ کیلومتره ګډه پوله لري.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، حکومت باید د ازرې په څېر د هغو سیمو ساتلو ته ډېره پاملرنه وکړي چې له مخالفینو څخه یې نیسي، که نه نو پوځي عملیات به یې ګټه ونه کړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG