د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

د طالبانو ګڼې حملې د افغان ځواکونو د تلفاتو لامل شوي


د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن
د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان وايي چې سږ کال افغان ځواکونو تکتیکي بریاوې درلودې خو تلفات یې بیا هم مخ په زیاتېدو و د افغانستان دفاع وزارت وايي چې تلفات ځکه زیات دي چې جګړې شدت اختیار کړی او د افغان ځواکونو ونډه په کې پراخه شوې ده.

د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې سږ کال د افغان ځواکونو فعالیت څنګه دي؟ خبریالانو ته وویل چې:

"سږ کال افغان ځواکونو د جنګ په ډګر کې نورې تکتیکي بریاوې هم درلودې او نور تلفات هم."

خو هغه د تلفاتو کومه مشخصه شمېره یې وړاندې نه کړه.

وروسته له دې چې واشنګټن تېره اوونۍ له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان بدل کړ، دا خبریالانو ته د جنرال نیکولسن لومړنۍ څرګندونې دي.

جمهور رئیس بارک اوباما تېره اوونۍ وویل، د سږکال تر پایه د ۵۵۰۰ عسکرو په ځای ۸۴۰۰ امریکایِي سرتیري په افغانستان کې پریږدي.

جنرال نیکولسن وویل چې د تلفاتو د زیاتوالي یو لوی علت دا دی چې وسله والو طالبانو په ثابتو اهدافو او پوستو باندې خپل بریدونه ګڼ کړي دي.

وسله والو طالبانو په ثابتو اهدافو او پوستو باندې خپل بریدونه ګڼ کړي
وسله والو طالبانو په ثابتو اهدافو او پوستو باندې خپل بریدونه ګڼ کړي

وروسته د جنرال نیکولسن یو ویاند د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د جنرال مقصد دا و چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان ځواکونو تلفات د تېر کال د همدغې مودې په نسبت ډېر وو او دا ځکه چې د سږکال ژمي هوا نسبتاً معتدله وه او جنګ شدید وو.

جنرال نیکولسن دا هم وویل چې د ملااخترمحمد منصور له وژل کېدو وروسته وسله وال طالبان ځکه له ستونزو سره مخ شوي دي چې هغه يي مالي چارې تر خپل سخت کنټرول لاندې درلودې.

د افغانستان د دفاع وزارت هم وايي چې سږني تلفات زیات ځکه دي چې جنګ شدید او د افغان ځواکونو ونډه په کې مستقله او پراخه ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، وروسته له دې چې بهرنیو ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې خپل حربي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورساوه او د هېواد د امنیت مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو هغه تلفات چې بهرنیو ځواکونو ته اوښتل هغه هم افغان ځواکونو ته منتقل شول.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"تاسو ولیدل چې وسله وال پوځ په ډېره میړانه باندې د افغانستان ټول ولایتونه او ټولې ولسوالۍ وساتلې او د دښمن بریدونه یې شنډ کړل. نو دا ضروري خبره ده چې د ۲۰۱۴ کال او د هغې نه د مخکې کلونو په تناسب زموږ تلفات په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې ډېر وي."

د رویټرز د خبري اژانس رپوټ وايي، په ۲۰۱۵ کال کې څه دپاسه ۵۰۰۰ افغان عسکر او امنیتي ځواکونه وژل شوي او څه دپاسه ۱۴ زره نور ټپيان شوي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

جنرال وزیري وايي، د تلفاتو د مخنیوي لپاره يې هڅې کړي دي:

"اوس موږ د دې لپاره چې تلفات را کم کړو د شپې عملیات ډېر اجرا کوو او د کوماندو قواوو او هوايي قواوو نه استفاده کوو. مخکې زموږ هوايي قواووې هغه اندازه چې اوس تقویه دي هغه مهال نه وې."

ناټو او شریکانو یې د وارسا په وروستۍ مشریزه غونډه کې ژمنه وکړه چې د غوڅ ملاتړ ماموریت تر ۲۰۱۶ کاله وروسته هم تمدیدوي تر۲۰۲۰ کاله پورې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د کال پنځه میلیارډ ډالر مرسته کوي او د افغانستان او ناټو ترمنځ مشارکت به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG