د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د فرانسې حمله کوونکي خپلو شریکانو سره له زرو زیاتې اړیکې نیولي


فرانسوي چارواکي وايي چې پنځه مشکوک کسان یې د فرانسې په نیس ښار کې د وروستۍ حملې په اړوند نیولي دي.

د پاریس د لویې څارنوالۍ دفتر وايي، د هغه ډریور پنځه ملګري یې په تروریستي جرمونو تورن کړي چې د نیس ښار په یوه ساحلي سیمه کې یې ۸۴ کسان تر لارۍ لاندې کړل او ویې وژل.

فرانسوي څارنوالان وايي، ښکاري چې د محمد هوایج بوهلال په نوم دې ډرېور چې د برید پر مهال د پولیسو له خوا ووژل شو او د هغه ملګرو د دې پلان لپاره له څو میاشتو راهیسې تیاري نیولې وه، په دې بهیر کې یې له یو بل سره ګڼ پیغامونه او له زرو زیات ټیلیفوني تماسونه تبادله کړي او د یوه مشکوک کس له موبایل څخه د حملې ویډیو هم ترلاسه شوې ده.

د دې قضیې په اړه د تحقیقاتو د مسوول څارنوال فرانسس مولینز Francois Molins دفتر د پنځه واړه مشکوکو تروریستانو دوسیه له ۴۰۰ زیاتو څارنوالانو ته سپارلې.

د تحقیقاتو د مسوول څارنوال فرانسس مولینز
د تحقیقاتو د مسوول څارنوال فرانسس مولینز

پر دې مشکوکو تروریستانو تور دی چې له قتل سره یې مرسته کړې او له یوې تروریستي ډلې سره د همکارۍ په مقصد وسله ورسره وه.

په مشکوکو کسانو کې څلور نارینه دي چې دوه تنه یې رمزي الف Ramzi A او محمدولید Mohamed Oualid تونسي الاصله فرانسوي اتباع دي، درېیم د شکري په نوم تونسي او څلورم د ارتان په نوم یو البانیایی دی.

په تورنو کې همدا راز د اینکیلدیا Enkeldja په نوم یوه مېرمن شامله ده چې د فرانسې او البانیا دوه ګونی تابعیت لري.

د لومړي تورن رمزي په اړه ویل شوي چې جرمي سوابق لري او پخوا تر دې د مخدروموادو او نورو کوچنیو جرمونو له کبله په جزا محکوم شوی دی.

د فرانسې په نیس ښار کې د دې برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

فرانسوي چارواکي وايي، که څه هم له شواهدو ښکاري چې دا حمله مخکې پلان شوې وه خو داسې اسناد نشته چې په دې قضیه کې د اسلامپالو افراطي ډلو د مستقیم یا غېرمستقیم ګډون څرګندونه وکړي.

فرانسوي چارواکي وايي، شکري او بریدکوونکي محمدهوایج له پېښې مخکې د حملې په لارۍ کې ویډیويي کمره ځای پرځای کړې وه، د شکري د ګوتې نشان د لارۍ پر یوه دروازه لیدل شوی دی او د هوایج په موبایل کې د تورن محمدولید هغه تصویرونه موندل شوي چې ظاهرا په لارۍ کې دننه اخیستل شوي دي.

د فرانسوي څارنوالانو په وینا د بریدکوونکي یو همکار د پیښې له صحنې څخه ویدیويي تصاویر هم اخېستي دي.

XS
SM
MD
LG