د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

فرانسه څه کم دوو کلونو کې د بېلابېلو حملو شاهده وه


په تېرو دوو کلونو کې په فرانسه کې ګڼ تروريستي حملې شوي چې په کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې.

د فرانسې په نيس ښار کې د دغه هېواد د ملي ورځې د لمانځلو پر مهال يوه کس د خلکو پر ګڼه ګوڼه په سرعت سره لارۍ وروسته او څلور اتيا کسان يې ووژل.

په یاده حمله کې ۴۸ تنه ووژل شول
په یاده حمله کې ۴۸ تنه ووژل شول

په فرانسه کې په تېرو دوو کلونو کې يو شمېر حملې شوي دي.

د ۲۰۱۵میلادي کال په پيل کې د جنورۍ په اوومه نېټه، حضرت محمد (ص) ته د منسوبو کاریکاتورونو له خپرېدو وروسته، په پاريس کې د شارلي ابد مجلې پر دفتر حمله وشوه او په کې يوولس کسان ووژل شول.

د جنورۍ په اتمه نېټه، د پاریس په جنوب کې يو پوليس ووژل شو او یو لاروی ټپي شو.

د جنورۍ په نهمه نېټه، د پاريس په شمال لويديځ کې د دوو مشکوکو کسانو د نیولو په مقصد د پوليسو عملیاتو روان وو چې يو وسله وال کس په یوه مغازه ننوت او څلور کسان يې ووژل.

د ۲۰۱۵میلادي کال د جون په شپږويشتمه نېټه د فرانسې په لیون ښار کې د امريکا د ګازو په يوه فابريکه له لارۍ سره ننوت او په پايله کې يې چاودنه وشوه.

د همدې کال د اګست په يويشتمه نېټه، په فرانسه کې يوه وسله وال کس له کلاشنکوف او چاړې سره په يوه تېز روان رېل کې غوښتل پر سورليو حمله وکړي چې د درو امريکايي مسافرو له خوا حنثی شوه.

د ۲۰۱۵میلادي کال په ديارلسمه او څوارلسمه نېټه په فرانسه کې د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو لویه حمله وشوه چې په پايله کې يې يوسل او دېرش کسان ووژل شول او تر درې نیم سوه زيات ټپيان شول.

د دغې حملې مسئوليت اسلامي دولت سخت دريځې ډلې منلی وو.

د روان ۲۰۱۶میلادي ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې لومړۍ حمله د موټر په واسطه د فرانسې پر څلورو عسکرو وشوه چې په والنس ښار کې يې د يوه جومات ساتنه کوله.

د جنورۍ په اوومه نېټه، په پاريس کې د پوليسو پر يوه حوزه حمله وشوه.

تر دې حملې مخکې په نيس ښار کې وروستۍ تروريستي حمله د روان کال د جون په ديارلسمه نېټه وشوه چې په کې یو پوليس افسر او مېرمن يې ووژل شول او د دې حملې پړه هم اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر خپله غاړه واخيسته.

د فرانسې نیس ښار کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۴ تنو ته ورسېد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

XS
SM
MD
LG