د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د فرانسې نیس ښار کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۴ تنو ته ورسېد


پرون ناوخته د فرانسې په نیس ښار کې یو بریدګر پر هغو راټولو شویو خلکو په لوړ سرعت لارۍ موټر خېژولی چې د فرانسې د یوې ملي ورځې د لمانځنۍ لپاره راټول شوي وو لږ تر لږه ۸۴ کسان یې وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړي دي.

فرانسوي چارواکي وايي، پولیسو د لارۍ چلونکی په ډزو وژلی دی، نوموړي په یوه مشهورې ساحلي سیمه کې د یو میل په واټن درنه لارۍ د هغو خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځغلولې چې دغلته د اور لوبې د نندارې لپاره راټول شوي وو.

د فرانسوي آژانسونو د راپورونو په اساس د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاده پېښه کې ۸۴ تنه وژل شوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د ۱۸ تنو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.

په ورته وخت کې سیمه ییزو ورځپانو راپور ورکړی چې داسې شواهد یې تر لاسه کړي چې یاد لارۍ موټر د یوه ۳۱ کلن تونس اصل فرانسوي دی چې پولیس یې دا مهال په اړه څېړنې کوي.

د نیس ښاروال کرېستیان اېستروسې وویل، د لارۍ چلوونکي د خلکو پر ګڼې ګوڼې ډزې هم وکړې.

ده وویل، د هغه تر وژنې وروسته یې په لارۍ کې وسلې او لاسي بمونه هم وموندل.

اېستروسې پر ټوېټر په یوه بیان کې ولیکل، دا یې "د ښار په تاریخ کې یو له تر ټولو تراژیکو او بدو پېښو څخه ده چې پکې له ۷۰ څخه زیات کسان ووژل شول."

چارواکي وايي، د مړو شمېر اوس اتیاوو تنو ته رسېدلی دی چې لسګونه یا هم سلګونه نور ټپیان دي.

تر برید څو ساعته وروسته هم په سیمه کې په سپینو څادرونو کې پوښلي جسدونه لیدل کېدل.

تر برید وروسته هم په سیمه کې په سپینو څادرونو کې پوښلي جسدونه لیدل کېدل.
تر برید وروسته هم په سیمه کې په سپینو څادرونو کې پوښلي جسدونه لیدل کېدل.

فرانسوي چارواکو د دې پېښې په اړه د تروریزم د یوې پېښې په څېر څېړنې پیل کړي دي.

تر اوسه پورې موټر چلونکې نه دی پېژندل شوی او کومې ډلې د دې برید مسولیت هم پر غاړه نه دی اخیستی.

په سیمه کې د کوم بل برید نښې هم نه دي لیدل شوي خو د نیس د ښار اوسېدونکو ته سپارښتنه شوې چې په کورونو کې دننه و اوسي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ دا یو روښانه او څرګند تروریستي برید ګڼلی.

له دې برید سره په تېرو اتلس میاشتو کې دا دریم تروریستي برید دی چې په فرانسه کې ترسره کېږي.

فرانسوا اولانډ ویلي فرانسویان دې لوی وحشت ویرولي چې په کې بریدګر پر ګڼو خلکو په ډېره بې رحمۍ لارې موټر خېژولی دي.

فرانسوا اولانډ
فرانسوا اولانډ

​د فرانسې ولسمشر نن سهار په یوې تلویزوني وینا کې وویل چې فرانسه به پیاوړي پاتې شي او د هغو کسانو په وړاندې به چې په فرانسه بریدونه کوي سخت ځوابي اقدامات وکړي.

اولانډ ویلي چې په سوریه او عراق کې به د ترهګرو پر ضد جګړه نور هم سخته کړي.

د فرانسې نیس ښار کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۴ تنو ته ورسېد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

XS
SM
MD
LG