د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

اروپایي چارواکي د تروریزم ضد ستراتيژي څیړي


فرانسوي او اروپايي چارواکي نن د تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره د تروریزم ضد اقداماتو تفصیل څرګندوي.

د فرانسې صدراعظم مانویل والس د خپلو هغو اقداماتو تفصیل وړاندې کوي چې د امنیت د ټینګښت لپاره یي ژمنه کړې.

په فرانسه کې وروستیو بریدونو راهیسي چې په څو لسیزوکې یې ساری نه وو لیدل شوې په اروپا کې د پولیسو د تالاشیو، تحقیقاتو او د مجرمانو د سپارلو تدابیر ترسره شوي.

اروپایي چارواکي په بروسلزکې د خپلې نننۍ غونډې په ترڅ کې د اروپايي اتحادیي په اته ویشتو غړو هېوادونو کې د تروریزم ضد ستراتيژي څیړي.

دوی د شینګن د ازاد سفر په ویزه کې د تغییراتو او استخباراتي همکاري په شمول تروریزم ضد نويو اقداماتو باندې خبرې کوي.

په عین حال کې د امریکا جمهوررییس ولس ته د خپلې کلنۍ وینا په ترڅ کې پرون د پاریس وروستیو بریدونو ته په اشاره کې وویل چې واشنګټن د تروریزم د قربانیانو سره همدردي لري:

″موږپه نړۍ کې د هغوخلکو سره یو چې تروریزم په نښه کړي.

د پاکستان له ښوونځي نیولای د پاریس تر سړکونو پورې.

موږ به د تروریزم تعقیب او د دوی د شبکو له منځه وړلو ته دوام ورکړو.

موږ د یو جانبه اقداماتو حق محفوظ ساتو لکه څنګه چې موږ د ما د ریاست د دورې د پيل راهیسې د هغه تروریزم د له منځه وړنې لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي چې موږ او د موږ متحدینو ته مستقیم ګواښ متوجه کوي.″

د فرانسې صدراعظم تیره اونۍ وویل چې د هغو کسانو لپاره چې تروریزم سره ارتباط لري خاصې دوسیې پرانیستل کېږي.

مانویل والس وویل، کوم کسان چې د اسلامي افراط ګري په جرم بندیان شوي په زندانونو کې به له نورو بندیانو بیل وساتل شي.

ډیر ځل لیدل شوي چې افراطیانو په زندانونو کې ځانته ملګري پیدا کړي.

دغه راز د فرانسې کورنیو چارو وزیر برنارکازینیوو ویلي دي چې د استخباراتو ادارې ته نورې پیسې او پولیسو ته نوې وسلې او تجهیزات ورکول کېږي.

یوې منبع وویل چې د معلوماتي سیستمونو او وسایلو د تجدید او د نویو افرادو د استخدام لپاره پولیسو ته څلورسوه میلونه یورو ورکول کېږي.

پرون سې شنبه څلورکسان چې ګمان کېږي د پاریس برید کوونکو ته یې وسلې او موټر برابر کړي وو د تروریزم ضد یوې محکمې ته راوستل شول.

دوی به لومړی کسان وي چې د دغو بریدونو په ارتباط چې ټوله فرانسه یې ولړزوله تورن شي.

هغه درې وسله وال کسان چې د روانې جنوري له اومې تر نهمې پورې یې په پاریس کې د یوې طنزي مجلې په دفتر او یوې یهودۍ مغازې بریدونه وکړل د پولیسو له خوا محاصره او ووژل شول.

اوس پولیس هلې ځلې کوي هغه کسان چې له دوی سره یې مرسته کړې ونیسي.

په جرمني او بلجیم کې هم پولیسو د مشکوکو کسانو د نیولو لپاره عملیات ترسره کړل.

د بلجیم پولیسو تیره اونۍ وویل چې یوه تروریستي ډله یې چېد بریدونو پلان یې درلوده له مینځه وړې.

دغه راز یونان یو مشکوک کس چې ګمان کېږي د بلجیم له ډلې سره یې ارتباط درلوده سپارلی دی.

د بلغاریا یوې محکمې هم فیصله وکړه چې یو فرانسوی چې د پاریس بریدکوونکې يې پیژندل فرانسې ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG