د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د پاریس څارنوال: د نیس ښار د حملې په اړه څېړنې روانې دي


د پاریس څارنوال فرانسیوس مولین
د پاریس څارنوال فرانسیوس مولین

فرانسوي چارواکي وايي، هغه سړی چې د دې هېواد په نیس ښارکې یې پر خلکو خونړۍ حمله وکړه ۳۱ کلن او په خټه تونسی و.

په دې حمله کې ۸۴ تنه ووژل شول.

حمله کونکی هم له پولیسوسره په نښته کې ووژل شول.

په دې اړه د څېړنو مشري د پاریس څارنوال ته سپارل شوې ده.

د پاریس څارنوال فرانسیوس مولینس پرون جمعه وویل چې په دې پېښه کې د تروریستي ډلو د لاس درلودو څرګندې نښې لیدل کېږي او د حمله کونکي د نورو ممکنو ملګرو په اړه هم څېړنې پيل شوې دي.

په دې حمله کې ۸۴ تنه ووژل شول.
په دې حمله کې ۸۴ تنه ووژل شول.

فرانسیوس مولینس:

"زموږ څېړنې به اول پردې غور کوي چې حمله کونکي ته د حملې شرایط څرنګه برابر شوی او د حملې لپاره وسلې او لارۍ موټر یې له کومه کړي وو، په څېړنو کې به دا هم وپتیل شي چې هغه ملګري هم درلودل که یې حمله یوازې کړې ده."

حمله کونکی محمد سلمان الحویج بوهلال نومېږي چې د تونس په سوسه ښارکې زېږېدلی او بیا په فرانسه کې مېشت شوی دی.

هغه د جمعې په شپه پرهغو خلکو چې د فرانسې د اقتصادي انقلاب "باستیل "ورځ یې لمانځله، لارۍ موټر وروست اوبیا یې ډزې پيل کړې.

د پاریس څارنوال فرانسیوس مولین
د پاریس څارنوال فرانسیوس مولین

د پاریس څارنوال د حمله کونکي په اړه وویل:

"د محمد سلمان الحویج بوهلال په اړه په سیمه ییزه او ملي کچه د استخباراتو ادارو هیڅ معلومات نه درلودل، هغه هیڅ کله له افراطي ډلو سره د ارتباط یا د سخت دریځوپه لست کې نه ووراغلی ."

دا په تېرو ۱۹میاشتو کې په فرانسه کې دریمه خونړۍ حمله ده.

د پاریس د ښاروال په وینا، په وژل شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان هم شامل دي.

په حمله کې د ۲۰۲ زخمیانو له ډلې لږترلږه ۵۳ تنه د مرګ اوژوند ترمنځ دي او ۲۵ تنه په روغتون کې په مصنوعي تنفس ژوندي ساتل شوي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ په ټلویزیوني وینا کې دا حمله وحشیانه وبلله او خپل ولس ته يې ډاډ ورکړ چې هېواد به یې تر هربل وخت زیات پیاوړی پاتې شي.

فرانسوا اولانډ
فرانسوا اولانډ

فرانسوا اولانډ زیاته کړه:

"هیڅ کار موږ له تروریزم سره له مبارزې نشي کمزوري اومنع کولائ."

ولسمشر اولانډ پرون د خپلې کابینې په غونډه کې پریکړه وکړه چې په دې هېواد کې بېړنۍ حالت درې میاشتې تمدید شي.

د فرانسې حکومت په دې هېواد کې دری ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

په دې حمله کې بهرنیان هم وژل شوي دي.

ولسمشربارک اوباما امر کړی چې د فرانسې له خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو او د پېښې د قربانیانو د درناوي لپاره به د دې هېواد بیرغ نیم ځوړند وي.

XS
SM
MD
LG