د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

اشرف غني: د فرانسې پر خلکو حمله یو وحشي او نه بخښونکی عمل دی


د افغانستان جمهوري ریاست، پر فرانسې حمله یو داسې جنایت وباله چې هیڅ توجیه نه لري.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئيس اشرف غني یوځل بیا د تروریزم پرضد، په ګډې مبارزې تاکید کړی دی.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د فرانسې پر ملکیانو حمله، یوه وحشي او نه بخښونکی عمل ګڼلی دی.

جمهوري ریاست د جمعې په ورځ په خبرپاڼه کې د جمهور رئیس غني له قوله لیکلي چې تروریزم، دین، مذهب، نژاد، او سرحد نه پیژني او پر وړاندې یې د نړۍ د هېوادونو پر ګډې مبارزې تاکید شوی دی.

تېره شپه د فرانسې د نیس په ښار کې په داسې حال کې چې ګڼو خلکو د فرانسې د انقلاب ورځ لمانځله، حمله کوونکي د یوې لارۍ په واسطه په تیزۍ سره د خلکو پرګڼه ګوڼې حمله کړې او په لسګونو یې وژلې دي.

یاده پېښه کې ۴۸ تنه وژل شوي
یاده پېښه کې ۴۸ تنه وژل شوي

په دې پېښه کې شاوخوا ۸۴ کسان وژل شوي او په لسګونو ټپیان شوي دي.

د فرانسې د نیس ښاروال ویلي چې حمله کوونکي د خلکو پر ګڼه ګوڼې ډزې هم کړي چې بیا پولیسو ویشتلی او وژلی یې دی.

د فرانسې ځینو ورځپاڼو لیکلي چې لاسته راغلي اسناد ښيي چې

دغه لارۍ یو تونسي نژاد ۳۱ کلن فرانسوي سړی پورې اړه لري او پولیس څېړنې کوي څو معلومه کړي چې لارۍ د حمله کوونکې ده او که نورڅه دي.

د فرانسې جمهور رئیس ویلي له تېر یونیم کال راهیسې دا دریمه تروریستي حمله ده چې په فرانسه کې کېږي.

څه کم نهه میاشتې پخوا د فرانسې په پاریس ښار کې په یوې ځان وژونکې حمله کې، څه باندې سل کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په امریکا، اروپا، افریقا اوځینو نورو کې یو لړ ځان وژونکي او تروریستي حملې شوي دي.

د سیاسي چارو پوه فدا محمد نظري ازادي راډیو ته وویل، اوس د دې وخت رسېدلی چې د نړۍ هېوادونه په ګډه سره د تروریزم منابع له مینځه یوسي:

"نړیوال باید په دې وپوهیږي چې تروریزم د بشریت او انسانیت ګډ د ښمن دی، باید ګډه مبارزه ورسره وشي او منابع یې له مینځه یوړل شي، ځکه چې منابعیې په پاکستان، افغانستان، عراق، سوریه، په ځینو عربي هېوادونو او داسې نورو کې دي او پرضد یوازې یوه ډله ییزه مبارزه پکارده."

څو ورځې مخکې جمهور رئیس اشرف غني په یوې وینا کې تروریزم یو ښامار بللی او ویلي یې و چې د دې ښامار سر باید پیدا او معلومه شي چې افراطیت چېرې دی او ولې یې پر وړاندې سیمه ییز اقدام نه کېږي.

غني داهم ویلي چې اوسمهال د یو نوک په اندازه یو اقلیت پر ټوله نړۍ ولکه کړې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG