د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

د نړۍ مشرانو د فرانسې پرونۍ حمله په سختو ټکو وغندله


د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو د فرانسې پرونۍ حمله په سختو ټکو غندلې ده.

ډېرو يې دا يو تروريستي عمل بللی او د قربانيانو کورنیو او فرانسوي حکومت ته يې تسليت ويلی.

د نيس ښاروال کريستيان ايستروسي پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې دا د دوی په تاریخ کې تر ټولو لویه غميزه ده.

د چارواکو په وینا د تلفاتو شمېر څلور اتيا ته رسېدلی او سلګونو نور ټپيان دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ وويل چې دا حمله يو تروريستي عمل دی او په فرانسه کې داسي درېيمه حمله ده چې ډله يیزه تلفات يې رامنځته کړي دي، ده نن په پاريس کې خبريالانو ته وويل:

اولانډ: دا حمله يو تروريستي عمل دی
اولانډ: دا حمله يو تروريستي عمل دی

"ما پرېکړه کړې، بېړنی حالت چې د جولای په شپږويشتمه پای ته رسېده، د درو مياشتو لپاره زيات کړم، راتلونکې اوونۍ به لايحه پارلمان ته وړاندې شي، هيڅ شی به زموږ د ارادې مخه ونه نيسي چې د تروريزم سره جګړه وکړو، موږ به يو ځل بیا په عراق او سوریه کې خپل فعاليتونه وکړو او موږ به هغوی په خپلو خوندي ځايونو کې په نخښه کوو چې زموږ پر خپله خاروه مو په نخښه کوي."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دغه حمله وغندله او وې ويل چې له فرانسې سره په دې بد وخت کې څنګ تر څنګ ولاړ دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په یوه بیان کې دغه حمله په سختو ټکو غندلې او دا يې يوه وحشيانه او بزدلانه تروريستي عمل بللی چې د دوی په وينا د توجهه وړ نه دی.

د اروپايي شورا رئيس ډانلډ ټسک هم ويلي اروپا به د نفرت او تشدد پر وړاندي د قربانيانو له کورنيو او د فرانسې له حکومت سره يو ځای ولاړه وي.

ډانلډ ټسک په منګوليا کې د اسيا او اروپايي هېوادونو د سرمشريزې په څنډه کې خبريالانو ته وويل:

د اروپايي شورا رئيس ډانلډ ټسک
د اروپايي شورا رئيس ډانلډ ټسک

"دا د فرانسې لپاره يوه غمجنه ورځ ده، زموږ ټولو لپاره او دلته په منګولیا کې، د خواشينی خبره دا ده چې هغه کسان وژل شوي چې ملي ورځ، ازادي، برابري او يووالی يې لمانځه."

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ ته په یوه ټليګرام کې پيغام لېږلی او ويلي يې دي چې د فرانسې په ملي ورځ تر سره شوی دغه جنایت ضربه رسوونکی دی.

ده زياته کړې چې موږ يو ځل بيا وليدل چې انساني ارزښتونه تروريزم ته بې ارزښته دي، د تروريزم قربانيان بې ګناه ملکيان دي چې په کې ښځې او کوچنیان هم شته.

پوتین: روسيه د فرانسې له خلکو سره په دې سخت ساعت کې يو ځای ولاړ دی.
پوتین: روسيه د فرانسې له خلکو سره په دې سخت ساعت کې يو ځای ولاړ دی.

د پوتين وياند هم ويلي چې روسيه د فرانسې له خلکو سره په دې سخت ساعت کې يو ځای ولاړ دی.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا پر خپله فېسبوک پاڼه تسليت څرګند کړی خو په څنګ کې يې په اوکراين کې د روسيې پر عملیاتو منتقدين هم مخاطب کړي.

دې ويلي چې لويديځ بايد د څواړخيزې جګړې د ګواښونو پر ځای د تروريزم پر اصلي خطر توجه متمرکزه کړي.

په لويديځ کې د روسيې هغو عملياتو ته د څو اړخيزې جګړې د ګواښ نوم ورکول شوی چې روسيې په ۲۰۱۴میلادي کال کې کریمیا له اوکراینه جلا کړه او په خپله خاوره پوري يې ونښلوله.

د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل په منګوليا کې د اسيا او اروپايي هېوادونو د سر مشريزې په څنډه کې ويلي، جرمني له فرانسې سره د تروريزم پر وړاندي د جګړې ملګری هېواد دی.

انګلا میرکل
انګلا میرکل

د برتانيې د صدراعظمې تريزا مې وياند دا حمله دردوونکې بللې او ويلي يې دي چې په شوک کې دي او اندېښمن دي.

د برتانيې نوي د بهرنیو چارو وزير بوريس جانسن ويلي، دی د فرانسې په تلفاتو خواشيني دی.

د چين صدراعظم لي کيکيانګ تسليت ويلی او زیاته کړې يې ده چې هر ډول تروريزم په سختو ټکو غندي.

په فرانسه کې پرون هغه مهال څلور اتيا کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې يوه لارۍ په تېز سرعت سره ورباندي تېره شوه.

دا خلک د فرانسې ملي ورځې لمانځلو ته په نيس ښار کې راټول شوي وو.

فرانسوي چارواکو ويلي چې پولیسو لارۍ چلوونکی په ډزو وواژه.

دې سړي د خلکو پر ګڼه ګوڼه ډزې پيل کړې او وروسته چې دی ووژل شو، پوليسو له لارۍ لاسي بمونه او وسلې تر لاسه کړې.

د راپور له مخې ګڼ شمېر کسانو د ټپونو له لاسه ساه ورکړه.

د فرانسې نیس ښار کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۴ تنو ته ورسېد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

XS
SM
MD
LG