د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

سمر: ۱۳۹۴ کال کې ۳۱۲۹ ملکي وګړي وژل شوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي په دیارلسوه څلور نوویم هجري لمریز کال کې ملکي مرګ ژوبله ۱۷، ۸ سلنه لوړه شوې ده.

دغه کمېسیون په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو مخ پر زیاتیدونکې مرګ ژوبلې دوی اندېښمن کړي او د جګړې ښکیلې خواوې باید د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون انتحاري حملې، وسله والې ځمکنۍ شخړې، د سړک غاړې ماین چاودنې او ترور هغه عوامل ګڼي چې له مخې یې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

دغه کمېسیون د څلور نوویم هجرې لمریز کال د ملکي مرګ ژوبلې په اړه په خپل راپور کې چې د شنبې په ورځ خپور شو دا ویلي چې په دغه کال کې ۳۱۲۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۳۰۲ کسان ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر د دغه راپور د تشریح پرمهال وویل که هرڅوک ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي باید جدي پوښتنه یې وشي.

سمر: که هرڅوک ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي باید جدي پوښتنه یې وشي.
سمر: که هرڅوک ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي باید جدي پوښتنه یې وشي.

نوموړې زیاته کړه:

"ملکي خلکو ته که له هرې خوا مرګ ژوبله اوړي که هغه د دولت وسله وال مخالفین وي او یا که د هغو له لورې چې په دولت کې دي باید د عدلي تعقیب لاندې ونیول شي له هغې پرته د معافیت فرهنګ به دوام وکړي او هرڅوک به خلک وژني او یا به یې ګروګان نیسي او او البته د برمته نیونې پېښې هم تېرکال زیاتې شوې وې."

اغلې سمر وايي سیمه ییز پولیس او یا د ولسي پاڅونونو په نوم وسله وال هم د ملکي مرګ ژوبلې یو مهم عامل دی او که مخه یې ونه نیول شي د بشري حقونو د جدي نقض امکان د همدوۍ له لورې ډېر دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې دیارلسوه څلور نوویم کال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له اړخه په ورستیو کلونو کې تر ټولو خونړی کال و.

همدا راز په دغه راپور کې راغلي چې طالبانو په څلور نوویم کال کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اتیا مطبوعاتي اعلامیې ورکړي خو د کمېسیون په خبره طالبانو پرخپلې ژمنې عمل نه دی کړی او لاهم ډیره مرګ ژوبله طالبانو ملکي وګړو ته اړولې ده.

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه په خپل کلني راپور کې اندیښنه ښولې وه او ویلي و چې ورځ تربلې دغه کچه لوړیږي.

دغې ادارې ویلي و چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۱۱۰۰۲ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې د تېر کال په پرتله یې څوارلس فیصده زیاتوالی ښوده.

هڅه مو وکړه چې د دغه راپور په اړه د جمهوري ریاست نظرهم را واخلو، خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د وسله والو مخالفینونو ترڅنګ حکومت ته هم د انتقاد ګوته نیسي.

د ولسي جرګې غړي محمد نعیم لالي حمیدزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د ولسي جرګې غړی محمد نعیم حمیدزی لالی
د ولسي جرګې غړی محمد نعیم حمیدزی لالی

"د افغانستان حکومت باید د دوست او د دښمن ترمنځ توپیر وکړي یوازې داعش د افغانستان د خلکو دښمن نه دی بلکې دغه توپیر په دې شکل باندې وکړي چې که د افغانستان خلک هرڅوک چې غیرې قانوني او له محکمې پرته په شهادت رسوي هغه د افغانستان د خلکو د ښمن دی که هغه خارجي وي، داخلي وي طالب وي داعش او یا که زموږ ګاونډی وي."

ښاغلی حمیدزی وايي، که څه هم په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د جګړې پرمهال د جنګي قوانیونو مراعت ستونزمن دی خو که ښکیلې خواووې له ملکي وګړو د ډال په توګه استفادې ته دوام ورکړي هیڅکله به په وسله والو شخړو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله راکمه نه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG