د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

بشري حقونه: وسله والومخالفانو په کندز کې جنايتونه او سرغړونې کړي


د بشري حقونو خپلواک کميسيون په هغه راپور کې چې د شنبې په ورځ يې خپور کړ؛ ويلي چې سخت دريځو وسله والو د کندز ښار د نيولو پر مهال هلته جدي سرغړونې او جنايتونه کړي دي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله؛ په دې راپور کې ويل شوي چې وسله والو خپلسرې وژنې او جنسي تجاوزونه کړي؛ دغه راز له ځايي خلکو يې د سپر په توګه کار اخيستي او انسانان يې برمته کړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کميسيون وياند ډاکټر رفيع اله بيدار له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ دوى دغه راپور د خپل يوه هيئت تر څېړنو وروسته برابر کړى دى:

((زموږ هيئت دا معلومه کړې، کله چې د دولت مخالفانو کندز ښار ونيوه؛ ملکي تلفات شوي، هدفمند قتلونه شوي. عامه او شخصي شتمني لوټ شوې، وسله والو ځينې کسان له ځانونو سره بېولي؛ بېخي زيات کسان بېځايه شوي له اسيرانو سره د انساني کرامت خلاف ناوړه چلند شوى دى.))

د بشري حقونو خپلواک کميسيون په کندز کې د تازه جرياناتو په اړه حکومت ته هم نهه سپارښتنې وړاندې کړې دي.

دغه کميسيون وايي، په ځينو مواردو کې افغان حکومت او نړيوالو پوځيانو هم ځينې سرغړونې کړې دي.

د بشري حقونو خپلواک کميسيون غوښتنه کړې؛ د جګړې هر ښکېل لوري چې دغه سرغړونې او جنايتونه کړي؛ بايد قانوني تعقيب شي.

د دې کميسيون په وينا، په کندز ښار کې د وروستيو ناامنيو له کبله شا و خوا يولک کسان له خپلو کورونو نورو ځايونو ته په کډې کولو مجبوره شوي او ښايي لا خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي نه وي.

کندز ښار شل ورځې مخکې د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا ونيول شول، چې د دوو اوونيو تر شخړو وروسته بېرته د دولتي ځواکونو لاس ته ورغى.

د دې ولايت چارواکي وايي د ښار زياتې برخې يې نيولي؛ خو تصفيوي عمليات لا هم د قلعه ذال او چهاردرې ولسواليو په ځينو کليو کې روان دي؛ خو دشت ارچي ولسواليو د وسله والو په ولکه کې دي.

XS
SM
MD
LG