د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

کربي: کابل او اسلام اباد دې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي


د امریکا متحده ایالات وایي د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمي اوس هم د ترهګرو پناه ځایونه دي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي چې‌ ډېری تروریستي ډلې په همدغو سیمو کې اوسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په تېرو وختونو کې د تروریستي ‌ډلو سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان او پاکستان هڅي له ستونزو خالي نه وې.

د دغه وزارت ویاند جان کربي پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دغه سیمي اوس هم د ډېرو تروریستي ډلو لپاره پناه ځایونه لري.

کربي ویلي چې پوهېږي د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر اوسه د دې ګواښ په وړاندې د مقابلې په برخه کې ګډې هڅي کړي دي، دی زیاتوي:

کربي: دغه سیمي اوس هم د ډېرو تروریستي ډلو لپاره پناه ځایونه لري.
کربي: دغه سیمي اوس هم د ډېرو تروریستي ډلو لپاره پناه ځایونه لري.

"موږ له دواړو حکومتونو غواړو چې د خپلو ګډو پولو په اوږدو کې د هغو پناهځایونو په ړنګولو کې ګډ کار وکړي چې لا هم ډېری ډلې په کې اوسېږي ،دغه ډلې هم په افغانستان او هم په پاکستان کې ملکي خلک په نښه کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې افغانستان او پاکستان ګډې ګټې لري نو له همدې کبله امریکا پر دې موضوع تمرکز کړی دی.

په همدې حال کې افغانستان او پاکستان د دې کار ملامتي پریو بل اچوي.

افغانستان پر پاکستان انتقاد کوي چې د تروریزم په وړاندي مبارزې کې یې جدي اوصادقانه هڅه نه ده کړې.

افغان ولسمشر اشرف غني دا انتقادونه تاییدوي.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډي پر مهال وویل:

افغان ولسمشر اشرف غني دا انتقادونه تاییدوي.
افغان ولسمشر اشرف غني دا انتقادونه تاییدوي.

"وروسته له هغه چې په مدینې منورې کې حمله وشوه او برید کوونکی د پاکستان وو، نو اوس اړتیا ده چې د ښامار د سر د پیدا کولو په اړه فکر وشي، باید وموندل شي چي افراطیت چېري دی؟ ولې رامنځته شوی؟ ولې یې په وړاندې سیمه ییزه همکاري نه کېږي؟ نن د یوه نوک په څېر اقلیت اسلامي نړۍ ته ګواښ دی."

داسي ښکاري چې د ناټو یو شمېر چارواکو د پاکستان په اړه د افغانستان انتقادونه درک کړي دي.

د ناټو د عمومي منشي مرستیال جیمز آباتورای له آزادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل:

"هلته حکومت کول اسانه کار نه دی، افغانستان یو داسي ګاونډی لري چې زما په نظر د سرحد په اوږدو کې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي په برخه کې کافي مرسته نه کوي او دا تر ټولو لویه ستونزه ده."

خو پاکستان دغه انتقادونه بېځایه بولي.

د دغه هېواد چارواکي تل ټینګار کوي چې د خپلو ټولو امکاناتو سره یې د تروریستي ډلو په وړاندې اقدامات کړي دي.

XS
SM
MD
LG