ولسمشر محمد اشرف غني وایي، یوه واړه هېواد ټولې اسلامي نړۍ ته ګواښ پېښ کړی او نړۍ باید د دغه ښامار له منځه وړو ته کار وکړي.
ښاغلي غني د وارسا غونډې د لاسته راوړنو په اړه خبري کانفرانس کې، که څه هم په واضح ډول د دغه واړه اقلیت نوم وانخیست، خو زیاته یې کړه، په مدینه منوره کې د یوه پاکستاني له خوا انتحاري حملې دغه هېواد ټولو ته واضح کړ.
د افغانستان ولسمشر وایي، پاکستان ته یې د نړیوالو په حضور کې خپل نیک نیت ثابت کړی، خو له دغه هېواده هم غواړي چې له افغانستان سره له تشو ژمنو تېر او عملي همکاري وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په مدینه منوره کې د یوه پاکستاني له خوا انتحاري حملې دا واضح کړه چې کوم هېواد د تروریزم ښامار روزلی دی.
محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د وارسا غونډې د لاسته راوړنو په اړه خبري کانفرانس ته وویل، اسلامي نړۍ او سیمه باید نور د روان افراطیت د رېښې پيدا کولو ته هڅې وکړي.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"وروسته له دې چې په مدینې منوره کې حمله وشوه او له بده مرغه هغه کس چې حمله یې کړې، د پاکستان و، د دې اړتیا شته چې د ښامار د سر په پيدا کولو فکر وشي، باید معلومه شي چې افراطیت چېرته دی؟ ولې رامنځ ته شوی؟ ولې یې په وړاندې سیمه ییزه همکاري نه رامنځ ته کېږي، نن د یوه نوک په څېر اقلیت اسلامۍ نړۍ ته ګواښ کوي."
په مدینه منوره کې د روژې په نهه ویشتمه نبوي جومات ته نږدې او په دو نورو برخو کې انتحاري حملې وشوې او وروسته معلومه شوه، هغه کس چې نبوي جومات ته نږدې یې حمله وکړه، د عبدالله قلزار خان په نوم پاکستانی تبعه و.
ولسمشر محمد اشرف غني په خپل خبري کانفرانس کې وویل، په نړیواله کچه د پاکستان په اړه د افغان حکومت نیت ټولو ته معلوم دی او دغه هېواد د تروریزم د ملاتړ له امله منزوي شوی دی.
ولسمشر د وارسا په غونډه کې هم پر پاکستان انتقاد وکړ او ویې ویل چې له پاکستان پرته د سیمې نور هېوادونه په افغانستان کې سوله او امن غواړي.
د ولسمشر پر دې خبرو پاکستاني چارواکي ناهیلي شوي و، خو خپله ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د تروریزم د ملاتړ په خاطر یې پر پاکستان انتقاد کړی او که پاکستان په دې ترې خفه وي، ده ته ملي ویاړ دی.
د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت په دریځ کې وروسته له هغې بدلون راغلی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په هدف د څلورو اړخیزو غونډو لړۍ نتیجه ورنه کړه.
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پاکستان په تېرو دوو کلونو کې یوازې تشې ژمنې کړي، خو اوس نړیوال پر دې کار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عملي همکارۍ فضا رامنځ ته کړي.
هغه زیاته کړه:
"وضاحت راغلی، زموږ همکارانو زموږ دریځ په ښکاره ډول درک کړی دی، د الله په فضل نړیوال هم له موږ او هم له پاکستان سره په جدي ډول کار کوي څو داسې یوه پړاو ته ورسېږو چې همکاري یوازې تر خبرو محدوده نه شي، موږ په تېرو دو کلونو کې له پاکستانه ښې خبرې اورېدلي، خو څه چې غواړو، هغه عمل، عمل، عمل دی."
ولسمشر محمد اشرف غني وویل، ښکاره اسناد په لاس لري چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد تخریبي عملیات پلانېږي او زیاته یې کړه چې د پاکستان دا ډول فعالیتونه ورځ تر بلې کرکې زیاتوي.
ولسمشر محمد اشرف غني دا واضح نه کړه چې کوم هېوادونه اوس په دې کار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عملي همکارۍ فضا رامنځ ته کړي، خو له دې وړاندې په دې برخه کې د چین او امریکا یادونه شوې او دا دواړه هېوادونه د سولې په اړه د څلور اړخیزې پروسې څارونکي هم وو.
راپور: اسدالله لودین