د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

سعودي د وروستیو حملو په تړاو ۱۹تنه نیولي


د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د نوولسو کسانو د نيول کېدو خبر ورکوي چې دوولس يې پاکستانيان دي.

دا کسان په دغه هېواد کې د وروستیو حملو سره په تړاو نيول شوي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په وينا، هغه کس چې د نبوي جومات سره يې نږدې په ځانمرګي برید کې د دغه هېواد څلور امنيتي کسان ووژل، د سعودي عربستان تبعه وو چې مخکې يې د مخدره موادو څخه استفاده هم کوله.

شپږويشت کلن ناير النجيدي البلوي چې کله له چاودېدونکو موادو ډک کمربند ته چاودنه ورکړه او د نبوي جومات د پارکينګ تر ساحه تېر شو، له امنيتي ځواکونو له خوا وپېژندل شو.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په وينا، څلور امنيتي ځواکونه په دغه پېښه کې ووژل شول.

په همدې حال کې د سعودي عربستان په ختيځ ښار قطيف کې دوې چاودنې وشوې.

د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت د قطيف د حملو په اړه هم معلومات شریک کړي او وايي، درېیو ځانمرګو بريد کوونکو په دغو بريدونو کې لاس درلود چې عبدالرحمان صالح محمد، ابراهيم صالح محمد او عبدالکريم الحسيني پېژندل شوي دي.

تر اوسه چا د دغو حملو مسئوليت نه دی منلی خو تر دې مخکې داعش همداسي حملې تر سره کړي دي.

سعودي عربستان تر اوسه په دې پېښه کې د لاس درلودو په تور د نیول شوېو پاکستانيانو نومونه نه دي خپاره کړي.

تېره اوونۍ د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ويلي وو چې په جده ښار کې د امريکا سفارت ته نيږدې په حمله کې يوه پاکستاني لاس درلود.

خو د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټويټر پاڼه لیکي چې دغه پاکستانی ګلزار خان نومېده او له دولسو کلونو راپه دې خوا له خپلې مېرمنې سره يو ځای په سعودي عربستان کې اوسېدی او هلته يې د موټر چلولو دنده درلوده.

په همدې حال کې جرمني هم ایران ته د جاسوسۍ په تور یو پاکستانی نیولی دی.

د جرمني د ډي پي اې خپرونې د راپور پر اساس، يو پاکستانی له یوې ايرانۍ ډلې سره د همکارۍ په تور په شمالي برمن ښار کې نیول شوی دی.

د خپرونې په وينا، دا پاکستانی سړی يودېرش کاله عمر لري او د جرمني-اسرایل د ادارې د پخواني ریس په اړه يې د ايران يې جاسوسي ادارې ته معلومات ورکول.

له بلې خوا د امریکا د اريزونا ايالت يوه قضايي پلاوي يو بل پاکستانی په تروريستي فعاليتونو تورن کړی دی.

اتلس کلن مین خان د جولای په لومړۍ نېټه د ايف بي آی له خوا ونیول شو.

رويټرز خبري اژانس د ايف بي آی د یوه کارکوونکي له خولې لیکلي چې مين خان په یوه اي مېل کې خپل ځان د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د امريکايي جهادي په توګه معرفي کړی دی.

د دغو معلوماتو پر اساس ايف بي آی رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې مين خان له يوه بل پاکستاني سره د په تماس کې وو او د وسلو غوښتنه يې کړې وه چې پر بحري او يهودي ځواکونو حملې وکړي.

ويل کيږي چې مين خان د هوايي ځواکونو د استخدام یو مرکز د تروريستي حملو لپاره يو ښه هدف بللی وو.

د اريزونا څارنوال وايي، مين خان چې د ۲۰۱۱م کال راهيسي له خپلې کورنۍ سره په ټوسان کې اوسي، د راخوشي کېدو په صورت کې کولای شي سوريې يا پاکستان ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG