د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

سلیم: د سعودي جده کې د سولې په تړاو نړیوال کنفرانس جوړېږي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د پخلاینې پروسې د بریاليتوب لپاره له هرو ممکنو لارو هڅه کوي.

د دې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې د خلکو په تېره بیا د اسلامي هېوادونو ملاتړ خپلولو لپاره د افغانستان د سولې په اړه د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي هېوادونو نړیوال کنفرانس جوړوي.

ښاغلی سلیم وايي چې د اسلامي نړۍ مشهور عالمان به په دې غونډه کې په افغانستان کې د جنګ د دوام په اړه خپل نظر څرګند کړي.

دی وايي:

"دوه میاشتې وروسته د سولې د عالي شورا او افغان عالمانو په ابتکار د نړۍ د عالمانو او اسلامي هېوادونو یو لوی کنفرانس د جدې په ښار کې جوړیږي چې د نړۍ سلګونه عالمان به په کې ګډون وکړي، دا کنفرانس به انشالله د افغانستان جنګ تحریم کړي او په وړاندې به یې فتوا ورکړي."

نوموړي دا خبرې په افغانستان کې د سولې بهیر د بریاليتوب لپاره د افغان لوري د هڅو د نمونې په توګه بیان کړې.

ښاغلی سلیم وايي، دا مهال په غټه کچه د وسله والو طالبانو ورهاخوا د حزب اسلامي سره هم د نږدې ۱۵ ورځو راهیسې د سولې خبرې دریدلي چې دوی یې بیا پیلیدو ته منتظر دي.

سلیم: د حزب اسلامي پلاوي سره په ۲۵ مادو پریکړې ته رسیدلي یو
سلیم: د حزب اسلامي پلاوي سره په ۲۵ مادو پریکړې ته رسیدلي یو

هغه وايي چې د حزب اسلامي پلاوي سره په ۲۵ مادو پریکړې ته رسیدلي خو هغه لوري د نورو شرطونو په اضافه کولو سره د سولې بهیر څخه شا ته تګ کړی دی.

د سولې عالي شورا داسې مهال په افغانستان کې د جنګ بندی په اړه د اسلامي نړۍ د مشهورو عالمانو او استازو په یوه غږ پسې ګرځي چې له دې وړاندې د نړۍ ډېرو عالمانو وخت نا وخت په افغانستان کې د سولې پر پروسې ټینګار کړی دی.

د سولې د بهیر ځيني څارونکي وايي چې د وارسا په غونډه کې د غربي هېوادونو له ملاتړ وروسته د اسلامي هېوادونو ملاتړ خپلول به په افغانستان کې سولې راوستلو ته ذهنیتونه ډېر کړي.

له دې ډلې یې محمد یوسف همت ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې د افغان چارواکو دریځ او لاسته راوړنې د سولې راوستلو په خاطر بې سابقې دي.

همت: د اسلامي هېوادونو اجماع کولای شي پر پاکستان فشارونه ډېر کړي
همت: د اسلامي هېوادونو اجماع کولای شي پر پاکستان فشارونه ډېر کړي

دی وايي:

"د وارسا په وروستی غونډه کې تقریباً نړیواله اجماع رامنځته شوه او هغه هېوادونه په دې قانع شول چې د افغانستان په سیاست کې ظالمانه مداخله کیږي، د جدې کنفرانس په دې لړ کې یو بل مثبت ګام دی تر څو د اسلامي هېواونو اجماع هم رامنځته شي او زه په دې باور یم چې د افغانستان په اړه اسلامي ملاتړ هم حاصلیږي."

ښاغلی همت وايي چې د افغانستان سولې په تړاو د اروپايي او اسلامي هېوادونو اجماع کولای شي پر پاکستان فشارونه ډېر او هغه هېواد خپلو ژمنو عملي کېدو ته اړ کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال نصیر احمد اندیشه چې د ولسي جرګې دغې غونډې ته یې خبرې کولې وویل چې افغان لوري د پاکستان په اړه خپل صداقت نړۍ ته څرګند کړی او په دې اړه به لا ډېر کار وکړي.

هغه وايي چې د اسلام اباد په وړاندې د کابل صداقت د ډېرو هېوادونو پاملرنه دې ته جلب کړي چې د افغانستان سره خپلې ژمنې نوي کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG