د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

وارسا کې افغانستان سره مرسته مجبوریت و که د حکومت ظرفیت؟


ولسمشر محمد اشرف غني د وارسا له ناستې وروسته د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د دغې ناستې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي غني د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په وراسا کې له افغانستان سره مرستې د مجبوریت له مخې وشوې او که د افغان حکومت د ظرفیت پر اساس؟ وویل چې دغه مرستې د مجبوریت له مخې نه دي شوي بلکې حکومت په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د مؤثره اقداماتو په ترسره کېدو د نړۍ قناعت ترلاسه کړ.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"نړۍ مجبوریت نه لري که نړۍ مجبوریت لرلای سومالیا پسې ګرځیدلې وای، خطر خو اوس یو ځای نه دی نړۍ به لییبا باندې پام کړی وای نړۍ به سوریې پسې ګرځیدلې وای، ګورئ نړۍ اخته ده په سوریې باندې یو د سولې کنفراس نه شي دایرولای. په ډېر عجز سره مې عرض دا دی چې موږ وکړای شو چې نړۍ ته قناعت ورکړو."

ناټو او شریکانو یې د وارسا په ناسته کې چې د روانې جولای د میاشتې په اتمه او نهمه نېټه د پولنډ په مرکز کې جوړه شوې وه، د افغانستان په اړه پر درېیو کلیدي موضوعاتو لکه له دوه زره شپاړسم کال وروسته د قاطع ماموریت دوام، تر دوه زره شلم میلادي کاله له افغان امنیتي ځواکونو سره د کال د پنځه میلیارډه ډالرو مرسته او له افغان حکومت سره اوږد مهاله سیاسي مشارکت باندې هوکړې ته ورسېدل.

افغان ولسمشر او اجراییه ریس په وراسا غونډه کې
افغان ولسمشر او اجراییه ریس په وراسا غونډه کې

ولسمشر غني د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما او د ناټو له مشرانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، که څه هم له نړۍ دوه زره اتم کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده خو لا هم له افغانستان سره یې مرسته په لومړیتوب کې ځای لري.

ښاغلي غني وویل، که څه هم په تېر کې دا ویل شوي و چې په افغانستان کې به د امریکا او ناټو سرتیري تر وروستي بریده راکم شي خو امنیتي وضعیت او له ترورېزم سره د مبارزې حقانیت ددې لامل شول چې دغه ځواکونه کم نه شي.

د ښاغلي غني په خبره چې ۸۴۰۰ امریکايي پوځيان به په افغانستان کې پاتې شي او دا به د امنیت ترڅنګ د اقتصاد په برخه کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

ولسمشر غني وايي چې د افغانستان ګټې یې له نړیوالو ګټو سره یو ځای کړي دي.

ولسمشر غني او اجراییه رییس همدا راز د بروکسل ناستې ته په اشارې سره وايي چې افغان حکومت به دغې ناستې ته د خپلو هغو ژمنو چې له نړیوالو ټولنې سره یې کړي دي د ډېرې برخې له پوره کېدو سره ورشي.

ښاغلي غني همدا راز وویل، که څه هم په مخکیني حکومت کې د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر د راکمېدو په اړه بحثونه کېدل خو له دغه ځواکونو سره به د شمېر له کمښت پرته د نړیوالو مرستې دوام وکړي.

دی وايي:

"د جناب کرزي صیب په وخت کې بحث دا و چې باید د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه سل زره کم شوي وای نن، د افغانستان درې سوه دوه پنځوس زره امنیتي او دفاعي ځواکونه به په پوره ډاډ خپلې دندې پرمخ وړي او هیڅ ډول تقلیل به په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې رامنځته نه شي."

د افغانستان ملي شورا، سیاسیون او مدني ټولنې د وارسا ناستې له نتایجو خوشبینه دي خو تاکید کوي چې مرستې باید په شفافه توګه مصرف شي.

د افغانستان ملي شورا، سیاسیون او مدني ټولنې د وارسا ناستې له نتایجو خوشبینه دي
د افغانستان ملي شورا، سیاسیون او مدني ټولنې د وارسا ناستې له نتایجو خوشبینه دي

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت باید د مرسته شوېو پیسو له مصرف کېدو جدي نظارت وکړي څو دغه مرستې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز پرځای د مافیا جیبونوته لاړې نه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG