د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

سخي: وارسا غونډې ترورېستانو او ملاتړو ته‌یې ښکاره پيغام درلود


د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخي
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخي

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي چې د وارسا غونډې د افغان امنیتي ځواکونو راتلونکی تضمین کړ خو سناتوران سپارښتنه کوي چې دغه مرسته شوې پیسې باید په سمه توګه د افغان ځواکونو په تمویل، تجهیز او د دوی په وړتیاوو ولګول شي.

دغې جرګې په وارسا غونډه کې له افغان ځواکونو څخه د نړیوالو له ملاتړ څخه هرکلی وکړ او زیاته‎یې کړه چې حکومت باید په نظام کې د فساد مخنیوی وکړي او مفسدین افشا کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي چې د یکشنبې په ورځ‎یې د دغې جرګې مشري کوله په دې اړه داسې وویل:

"د وارسا غونډه د افغان امنیتي ځواکونو او خلکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. دغې غونډې ترورېستانو او د هغوی ملاتړو ته واضح پيغام درلود، مشرانو جرګه د حکومت له مشرتابه غواړي هغه ژمنې چې له فساد سره د مبارزې، د بشري حقونو، انتخاباتي نظام د اصلاح او د امنیت د تأمین په برخه کې کړي باید ورباندې عمل وکړي، له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ناټو له ملاتړ څخه مننه کوم."

ناټو د وارسا په غونډه کې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره پنځه میلیارده ډالره مرسته اعلان کړه.

وارسا کې هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره پنځه میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه.
وارسا کې هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره پنځه میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه.

په دغې غونډه کې له افغان حکومت وغوښتل شول چې دغه مرسته د یوه شفاف مېکانیزم له لارې په پوځي برخو کې په شفاف ډول ولګوي.

که څه هم د افغانستان د مشرانو جرګې غړي له افغان امنیتي ځواکونو سره د نړیوالو مرستې یوه لاس ته راوړنه بولي او هرکلی یې کوي، خو ټینګار کوي، تر هغه چې امریکا د پاکستان پر وړاندې جدي اقدام ونه کړي او په دغه هېواد کې د ترورېزم ریښې له منځه یو نه‎سي، د امنیت په برخه کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې معنی نه‎لري.

د دغې جرګې غړی زلمی زابلي وايي له دې پرته به دغه مرستې د افغانستان له امنیت سره همکاري ونه کړي.

زابلي: امریکا دې د جګړې ستراتېژۍ ته بدلون ورکړي او په پاکستان دې فشار راوړي.
زابلي: امریکا دې د جګړې ستراتېژۍ ته بدلون ورکړي او په پاکستان دې فشار راوړي.

ښاغلی زابلي وايي:

"غواړم امریکا ته ووایم، نور موږ تېل او پیسې نه غواړو، لطفاً د جګړې ستراتېژۍ ته بدلون ورکړئ په پاکستان فشار راوړئ، موږ مو تېل څه کوو، هغه پیسې څه کوو چې په یوه قرارداد کې د وزیر جېب ته لوېږي، دغه پیسې د نظام بچیانو ته نه رسېږي، موږ د جګړې پای غواړو باید سوله راشي."

بل‎خوا د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي چې حکومت نړیوالو ته د مرستو په بدل کې ژمنې ورکړې چې مرسته شوې پیسې به په شفاف ډول مصرفېږي.

ښاغلي مرتضوي په وارسا غونډه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني څرګندونو او په افغانستان کې د امریکا پوځي مأموریت تمدید ته په کتو وايي، په پاکستان کې د طالبانو په نښه کول، دا په ډاګه کوي چې افغانستان خپلو متحدانو ته اهمیت لري.

مرتضوي: ولسمشر په وارسا غونډه کې د پاکستان دوه مخي سیاست ته اشاره وکړه.
مرتضوي: ولسمشر په وارسا غونډه کې د پاکستان دوه مخي سیاست ته اشاره وکړه.

ښاغلی مرتضوي وايي:

"هغه مرستې چې له افغانستان سره کېږي، د یو حساب ورکونې په مقابل کې شوي، افغان حکومت چمتو دی چې حساب ورکړي، ولسمشر په وارسا غونډه کې د پاکستان دوه مخي سیاست ته اشاره وکړه اوپه دې شرایطو کې چې امریکا په افغانستان کې خپل مأموریت تمدید کړ، په پاکستان کې به د دغې ډلې مشران په نښه کوي، دا ټول جوته وي چې افغانستان متحدانو ته ځانګړی اهمیت لري او هغه هېوادونه چې ترورېستانو ته پناه ورکوي له انزوا سره به مخ شي."

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګه د پاکستان پر وړاندې د افغان ولسمشر هغه وینا چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد په سیاست باندې انتقاد وکړ هرکلی کوي.

د دغې جرګې غړی ګل احمد اعظمي وايي امریکا، ناټو او افغان حکومت باید د وسله‎والو د ځپلو لپاره خپلې جنګي ستراتېژۍ ته تغییر ورکړي او په پاکستان کې د وسله‎والو ځالې په نښه کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG