د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

سرنوشت: د سولې دښمنان بریالي شول


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې د بې نتیجې پای ته رسېدلو د راپورونو او په حکومت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د دریځ د څرنګوالي په تړاو د جنرال عبدالرشید دوستم د وروستیو څرګندونو په اړه یو شمېر مطلب خپاره کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې د خبرو په اړه تر دې عنوان لاندې یو مطلب لیکلی دی، د سولې دښمنان بریالي شول.

په مطلب کې راغلي چې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د تفاهم لیک په وروستۍ شوې مسوده کې د دولت له لوري تر شل ځلي زیات تعدیلات غوښتل شوي او نوي شرایط وړاندې شوي دي.

د مطلب لیکوال لیکلي چې د حزب اسلامي پلاوي تل انعطاف ښودلی او دا ټول د دې لپاره چې د نوموړي حزب په نوښت پیل شوي بین الافغاني مذاکرات بې نتیجې پای ته ونه رسېږي او خلک ناهیلي نه شي.

هېواد:

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه به خپله سر مقاله کې لیکلي، په دې وروستیو کې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې پیل شوې، ډېره تمه وه چې د دغو خبرو پایلې به مثبتې وي خو د سر مقاله لیکونکې په خبره داسې ښکاري چې هلې ځلې مخلصانه نه وې.

په سر مقاله کې راغلي چې راپورونه وايي، د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب سولې ته ژمن نه دی.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې د دې ډلې مشر په خپله یو مقاله کې ویلي چې دغه بهیرله ماتې سره مخامخ دی.

د سر مقاله لیکونکې په وینا، حکمتیار د سولې لپاره ډېر سخت تازه شرایط ټاکلي دي او دا وروسته تر هغې کېږي چې چې ددې ګوند غړو یې کابل ته له ځانه سره د سولې د تړون د وروستي کېدو په هدف تازه او سختې غوښتنې راوړې وې.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د ولسمشرغني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دا څرګندونې راخېستې دي.

"ولسمشر او اجراییه ریس واک پنځوس – پنځوس سره ویشلی دی، زما برخه د حکومت په کوم ځای کې ده؟ د واک ویش عادلانه نه دی، د حکومت مشران تورې پیسې په خپلو کې نیم په نیمه ویشي."

کابل پوسټ په خپل دغه مطلب کې د جنرال دوستم د وروستیو څرګندونو په اړه وړاندې لیکلي، دوستم چې اوس مهال په فاریاب کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی ویلي یې دي چې اراګ هڅه کوي د خلکو تر منځ د ده دریځ کمزوری وښيي.

کابل پوسټ لیکلي جنرال دوستم دغه څرګندونې د ولسمشر د نه شتون په صورت کې د سرپرست په توګه د ده د نه ټاکلو په غبرګون کړې دي.

دوستم ویلي، کله چې ولسمشر د شانګهای د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ د ځان پرځای یې سرپرست ونه ټاکو او ویاند یې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر له ارتباطي تکنالوزۍ نه په ګټې اخېستنې سره له بهر هم هېواد اداره کولای شي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې په دې اړه لیکلي چې دا دوهم ځل دی چې جنرال دوستم د نیوکې لپاره شونډې پرانیزي، لومړی ځل یې په غېر مستقیم ډول او دا ځل یې په واضح او څرګند ډول د دوو اصلي خواوو تر منځ د واک د پنځوس ـ پنځوس ویش او خپلې برخې په اړه څرګندونې کړي دي.

د سر مقاله لیکونکې په باور ولسمشر خپل صلاحیتونه لري او مرستیالان یې خپل او د لومړي مرستیال په ګډون که څوک وغواړي چې د چارواکو په مقرریو او لېرې کولو کې د ولسمشر په صلاحیتونو کې مداخله وکړي نتیجه به یې د ستونزو رامنځته کول او نظام ته زیان رسول وي.

XS
SM
MD
LG