د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

پاکستان کې افغان سوداګر خپله پانګه افغانستان ته راوړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي چې د ډیورنډ کرښي هاغاړې یو شمېر افغان پانګوال غواړي چې د یو نیم ملیارډ ډالرو په ارزښت خپله پانګه افغانستان ته انتقال کړي.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلی وايي دغه اقدام ورسته له دې کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې وروستیو کې د ډیورنډ کرښي پر سر لانجه رامنځته شوه.

د ډیورنډ کرښي پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو له شخړو وروسته په پېښور، کوټه او بلوچستان کې یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال غواړي خپله پانګه افغانستان ته انتقال کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې د ډیورنډ کرښي ها غاړي د یو نیم میلیارده ډالرو په ارزښت د ۲۴۰ په شا وخوا کې شرکتونه د افغان پانګوالو له خوا اداره کېږي.

هغه زیاته کړه:

"دغه شرکتونه په مختلفو برخو کې کار کوي، د یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت دغو پانګوالو په پېښور، کویټه او بلوچستان کي پانګونه کړې ده او غواړي چې افغانستان ته خپله پانګه را انتقال کړي چې د دغې سیمي وضیعت ښه نه دی."

ښاغلي پسرلي زیاته کړه چې دغو سوداګرو له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د امنیت، ځمکې، جواز، مالیې، برېښنا او نورو برخو کې آسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د راپورنو له مخې ډیورنډ کرښي پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو له شخړې وروسته پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د افغانانو په وړاندي دوه ګوني چلند پیل کړ او دغو افغانانو ته یې په مختلفو برخو کې ستونزې جوړول پیل کړل.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولین بیا وايي، دغو سوداګرو تر دې دمه له دوی سره خپلې غوښتنې نه دي شریکې کړي او په خبره يې کله چې د دوی له خوا غوښتنه تري وشې اسانتیاوي به ورته برابرې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې افغان حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو تشویق ته ژمن دي او دروازې يي د پانګوالو پر مخ پرانستې دي.

له بلې خوا د اقتصادي چاور کار پوهان وايي، افغان حکومت دې د سوداګرو او پانګوالو د هڅولو لپاره لاس په کار شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي او افغان مهاجر هلته تر ډېر فشار لاندې دي، نو اړینه ده چې د دغو سوداګرو د پانګي انتقال ته جدي پاملرنه وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار

هغه زیاته کړه:

"دا هغه پانګه ده چې له پاکستان څخه افغانستان ته په سریع او غیر نورمال ډول انتقالېږي، افغان حکومت ته په کار ده چې په ډېر زیرکتیا سره دغه پانګه جلب کړي."

ښاغلي واحدیار زیاته کړه که چېري افغان حکومت پانګوالو ته د ننه په افغانستان کې استانتیاوي برابر نه کړي، نو د پانګې د تېښتي امکان شته.

د نوموړي په خبره اوس مهال هند او ترکیه غواړي چې د پانګوالو د تشویق لپاره افغان سوداګرو ته ډېري اسانتاوي برابرې کړي چې دغه کار به د افغانستان په خیر نه وي.

نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید دې ته هڅې زیاتې کړي چې هېواد ته پانګه راجلب او د تېښتې مخه یې ونیسي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG