د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

د چین له خوا مرسته شوي وسایل د کورنیو چارو وزارت ته تسلیم شول


د چین له خوا له افغان حکومت سره د تلاشۍ او پلټنې مرسته شوي وسایل او موادو په رسمي توګه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شول.

د کورنیو چارو وزیر وايي، دغه وسائل د کابل په څلورو دروازو کې نصبېږي چې ورسره به په ښار کې د چاودنو او نور تخریبي کړنو مخه ونیول شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د تلاشي او پلټنې پرمختللي وسایل د کورنیو چارو وزارت له اساسي او اړینو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.

د چین له خوا مرسته شوي وسایل د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شول
د چین له خوا مرسته شوي وسایل د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شول

تاج محمد جاهد د یکشنبې په ورځ د چین له خوا د پلټنې او تلاشۍ وسائلو د سپارلو پرمهال وویل، له کابل پرته نور ولایتونه هم دغه ډول وسائلو ته اړتیا لري څو امنیت ټینګ او ښارونو ته د چاودیدونکو موادو د ننویستو مخنیوی وشي.

ښاغلي جاهد زیاته کړه د چین له خوا د تلاشۍ او نورو موادو په نصب سره به د کابل ښار د شپږ میلیونه وګړو امنیت خوندي شي.

جاهد: د تلاشۍ او نورو موادو په نصب سره به د کابل ښار د شپږ میلیونه وګړو امنیت خوندي شي
جاهد: د تلاشۍ او نورو موادو په نصب سره به د کابل ښار د شپږ میلیونه وګړو امنیت خوندي شي

هغه زیاته کړه:

"د دغو پرمختللیو وسایلو او تجهیزاتو په نصبېدو سره به موږ وکولای شو چې کابل ښار ته د چاودېدونکو موادو د انتقال مخنیوی وکړو، په رښتیا هم دغه تجهیزات د کابل ښار د امنیت د تامین لپاره ډېر ضروري مهم او ګټور دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د چین له خوا نږدې ۴۰۰ سوه قلمه د پلټنې وسائل او مواد مرسته شوې چې ۱۲ قلمه یې اساسي او نور یې د موادو له کشف او خنثا کولو سره مرسته کوي.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار چین ته د خپل سفر پر مهال افغان ځواکونو سره د پوځي تجهیزاتو د مرستې خبره له چیني چارواکو سره شریکه کړې وه.

چین تېره اوونۍ له افغان حکومت سره د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتو د مرستو لړۍ پیل کړه چې ترانسپورتي الوتکې، وسلې او مهمات په کې شامل دي.

چین په داسې حال کې د کابل د دروازو د امنیت له ټینګښت سره مرسته کوي چې د حمل په ۳۱ په کابل کې یوې موټر بم او ډله ییزې حملې څه باندې شپیته کسان ووژل او نږدې درې نیم سوه نور یې ټپيان کړل.

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې بیا د کابل د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د میدان وردګو له اکاډمۍ څخه د فارغو شوو پولیسو پر بسونو انتحاري حملې له دیرشو زیات پولیس ووژل او ۷۹ نور یې ټپیان کړل.

په کابل کې د چین سفیر یو جینګ بیا افغان لوري ته د تخنیکي وسائلو د سپارلو پر مهال ژمنه وکړه چې هېواد یې له دې پرته د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز او روزنې ته هم ژمن دی.

په کابل کې د چین سفیر یو جینګ
په کابل کې د چین سفیر یو جینګ

نوموړي زیاته کړه:

"چین د افغانستان نږدې او ملګری ګاونډی دی او افغانستان کې سوله او ثبات زموږ هیله ده او دا د چین د حکومت اوږد مهاله پالیسي ده چې نه یوازې د افغانستان د حکومتي بنسټونو ظرفیتونه لوړ کړي بلکې د غیرې حکومتي هغو ته به هم هڅې وکړي."

ښاغلي یو جینګ زیاته کړه مهمه داده چې له کابله دباندې په ټول افغانستان کې د خلکو امنیت تائمین شي او چین په دې برخه کې د افغان حکومت سره مرستې او ملاتړ کوي.

د چین له خوا له افغانستان سره د امنیتي او پوځي وسائلو مرستې په داسې حال کې کېږي چې له دې وړاندې روسیې او هند هم له افغانستان سره په دغو برخو کې مرستې کړي او افغان چارواکي هم ټینګار کوي چې د ترویزم په وړاندې مبارزه کې دغه مرستې ګټورې تمامیږي.

چین امنیتي تجهیزات افغانستان ته وسپارل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG