د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د چین د پوځي مرستو لومړنۍ برخه افغان حکومت ته وسپارل شوه


د کابل او پیکینګ ترمنځ د پوځي همکاریو په برخه کې د شوې هوکړې پراساس په لومړي ځل چین له افغانستان سره د پوځي تجهیزاتو مرسته وکړه، د چین د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د دغه مرستو لومړنۍ برخه نن رسماً افغان حکومت ته وسپارل شوه.

په دغه تجهیزاتو کې پرمختللې وسلې، مهمات، لوژیستکي پرزې او ټرانسپورټي الوتکې شاملې دي چې د شمېر او څرنګوالي په اړه یې چارواکو د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل په پوځي هوايي ډګر کې د چین د پوځي مرستو د لومړنۍ برخې د ترلاسه کولو پر مهال ټینګار وکړ چې دغه پوځي مرستې به افغان ځواکونه پرخپلو پښو ودروي.

اتمر وايي، له افغانستان سره د چین، هند او روسیې مرستو داسې سیمه ییز ډاډ رامنځته کړی
اتمر وايي، له افغانستان سره د چین، هند او روسیې مرستو داسې سیمه ییز ډاډ رامنځته کړی

ښاغلی اتمر وايي، له افغانستان سره د چین، هند او روسیې مرستو داسې سیمه ییز ډاډ رامنځته کړی چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوازې نه دی.

حنیف اتمر زیاتوي:

"دغه مرستې د ترورېزم ملاتړو ته هم یو مهم پیغام لري چې دوی د ترورېزم پر وړاندې د داسې یوه لوی سیمه ییز حرکت چې د افغانستان د دولت په ابتکار پیل شوی د ترورېزم ملاتړي ورو ورو منزوي کړي او منزوي کوي یې، نو بناً همداسې چې ترورېزم به په سیمه کې ملګری ونه لري د ترورېزم ملاتړي به هم به سیمه کې ملګري ونه لري."

افغانستان ته به د چین د پوځي مرستو دوهمه برخه د راتلونکې اګسټ په میاشت کې وسپارل شي.

له افغان حکومت سره د چین د پوځي همکارېو ژمنه پنځه میاشتې وړاندې د چین لوی درستیز جنرال فانګ فنګ هوی کابل ته د خپل سفر پر مهال له افغان چارواکو سره وکړه.

افغانستان ته به د چین د پوځي مرستو دوهمه برخه د راتلونکې اګسټ په میاشت کې وسپارل شي.
افغانستان ته به د چین د پوځي مرستو دوهمه برخه د راتلونکې اګسټ په میاشت کې وسپارل شي.

ښاغلي هوی همدا راز په دغه سفر کې د ترورېزم پر ضد د چین پاکستان-افغانستان-تاجکستان د ګډې مبارزې طرحه هم وړاندې کړه او په زغرده یې دا وویل چې ترورېزم د افغانستان ترڅنګ د سیمې هېوادونه هم ځپي او اړتیا ده چي د سیمې هېوادونه یې د له منځه وړلو لپاره منظمې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې په کابل کې د چین سفیر یوجینګ چې د پوځي تجهیزاتو د سپارلو په مراسمو کې یې ګډون کړی و وايي، په پوځي برخه له افغان حکومت سره همکاري د چین مسؤلیت دی.

نوموړی وايي، دواړه افغانستان او چین د ترورېزم له ګډ ګواښ سره مخ دي او چین به په ګډه د دغه ګواښ پر وړاندې له افغانستان سره مبارزه پرمخ یوسي.

یوجینګ: په پوځي برخه له افغان حکومت سره همکاري د چین مسؤلیت دی.
یوجینګ: په پوځي برخه له افغان حکومت سره همکاري د چین مسؤلیت دی.

ښاغلي یوجینګ زیاته کړه:

"دا زموږ د دوامداره پوځي همکاریو پیل دی چین به تر خپلې وسې له افغان حکومت او افغان پوځيانو سره مرسته وکړي څو د دغې ځواکونو ظرفیت لوړ شي او له خپلې خاورې د ښه دفاع توان پیدا کړي."

د ملي دفاع وزارت د لوژیستکي او تامیناتو چارو معین غلام سخي احمدزی وايي چې له افغانستان سره د چین له لوري په پوځي مرستو کې هغه وسایل شامل دي چې وړاندې د ملي دفاع وزارت یې لېست چنیايي چارواکو ته سپارلی و.

ښاغلي احمدزي وویل چې دغه مرستې د افغانستان د وسله وال پوځ لپاره خورا حیاتي ارزښت لري او په روانه جګړه ترې ډېره ګټه پورته شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG