د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

پاکستان د بې پيلوټه الوتکو حملو د بندولو غوښتنه کړې


د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه د سپينۍ ماڼۍ د راپور تر خپرېدو وروسته پاکستان پر خپله خاوره ددغو الوتکو د بريدونو د ودرولو غوښتنه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ په راپور ویل شوي، پاکستان هغه هېواد چې امریکا په کې تر ټولو ډېر د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي او ګڼ شمېر سخت دريځه وسله وال يې پکې وژلي دي.

خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې مليحه لودهي د شنبې په ورځ له په ملګرو ملتونو کې غونډې ته د وينا پر مهال غوښتي چې د دغه هېواد په قلمرو کې دې ژر تر ژره د بې پیلوټه الوتکو غېر قانوني بریدونه ودرول شي.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت وايي چې اغلې لودهي پر پاکستان د ډرون يا بې پيلوټه الوتکو بريدونه ددغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ضد او همداشان د ملګرو ملتونو د قوانينونو خلاف بللي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستاني سفيرې دا غوښتنه تر هغې وروسته کړې چې سپينۍ ماڼۍ د بې پيلوټه الوتکو په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي چې په پاکستان، یمن، سومالیا اولیبیا کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې لږترلږه ۱۱۶ ملکي وکړي وژل شوي دي.

دا حملې له ۲۰۰۹ میلادي م کاله د ۲۰۱۵ میلادي کال د دسمبر تر پایه چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما په قدرت کې وو، شوي دي.

د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو په تېرو څو کلونو کې تر ټولو زيات ډرون بريدونه افغان پولې ته نږدې په قبآيلي سيمو کې کړي او په دغو بريدونه کې يې لسګونه سخت دريځه وسله وال وژلي دي.

د پاکستاني رسنيو راپورونو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د امريکا بې پلوټۀ الوتکو د پاکستان پر قبآيلي سيمو کې دې مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو شاوخوا ٤٠٠ بريدونه کړي او ادعا کوي چې په دې کې ګڼ شمېر ملکي خلک هم وژل شوي دي.

پر قبايلي سيمو د بې پېلوټه الوتکو په بريدونو کې د تحريک طالبان پاکستان پخواني مشران، بيت الله مسود او حکيم الله مسود ترڅنګ، د القاعدې او حقاني شبکې ګڼ شمېر وسله وال هم وژل شوي دي.

د روان کال مۍ مياشت کې د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو په بلوچستان کې د افغان طالبانو پخوانى مشر ملا اختر محمد منصور پر موټر هم بريد وکړ او هغه يې له له ډريور سره يوځاى ووژاه.

دا لومړى ځل و چې بې پيلوټۀ الوتکو له قبآيلي سيمو بهر د پاکستان په بلوچستان صوبې کې هدف په نښه کړ.

که څۀ هم د پاکستان سياسي او پوځي مقاماتو دا بريد په کلکو ټکو وغانده او دا يې پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا تېرى وباله، خو امریکايي چارواکيو وویل چې ملا منصور د امریکايي ځواکونو او افغانانو پر ضد د ترهګرۍ بریدونه تنظیمول، نو ځکه يې په نښه کړ.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG