د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۳

د م.م کمېشنر: بریتانیه کې پر بهرنیانو حملې اندېښنې زیږولي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر زید رعد الحسین
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر زید رعد الحسین

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر زید رعد الحسین په بریتانیه کې د بهرنیانو پر ضد د کرکې "زینوفوبیا" د پېښو له امله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په دې اړه د بریتانیې د صدراعظم ډیويډ کامرون اندېښنه پرځای ګڼي.

زید رعد الحسین پرون سې شنبې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو غونډې ته وویل، په بریتانیې کې تر ټولپوښتنې وروسته چې له اروپايي اتحادیې د دې هېواد د وتلو پریکړه په کې وشوه، د اقلیت ټولنو پرغړو او بهرنیانو پر وړاندې د کرکې احساسات څرګند شوي دي.

د الحسین په وینا، په بریتانیه کې حملې او تهدیدونه په ځانګړي ډول هلته میشتو کډوالو ته متوجه وو.

الحسین: په بریتانیه کې حملې او تهدیدونه په ځانګړي ډول هلته میشتو کډوالو ته متوجه وو.
الحسین: په بریتانیه کې حملې او تهدیدونه په ځانګړي ډول هلته میشتو کډوالو ته متوجه وو.

د ملګرو ملتونو دې لوړ رتبه کمېشنر ټینګار وکړ چې له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو پریکړه باید پر کمزورو خلکو او اقلیتونو د حملو او د هغوی په وړاندې د کرکې څرګندولو اجازه ونه ګڼل شي.

زید رعدالحسین زیاته کړه:

"زه یقیناً، داسې حملې یوازې د بریتانیې له فرهنګ سره مخالفې ګڼم او بله معنی نه شم ورکولای. زه هیله لرم چې په دې ارتباط د صدراعظم ډیویډ کامرون جدي خبرې به د هغو کسانو سر ته لوېدلې وي چې د کمزورو ټولنو پر ضد په داسې حملو کې لاس لري."

روانه اوونۍ په بریتانیې کې د پولنډ سفارت هلته پر مېشتو پولنډي وګړو او یو شمېر نورو بهرنیانو د حملو او هغوی ته د ګواښونو خبر ورکړ او شدیده اندېښنه یې څرګنده کړه.

د پولنډ سفارت وویل چې ان په مرکزي لندن کې داسې شبنامې او لیکونه خپاره شوي چې د بهرنیانو پر ضد له کرکې ډک وو.

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون د دوشنبې په ورځ په شدت د داسې پېښو غندنه وکړه او پر هغو خلکو یې د کرارۍ ږغ وکړ چې د بهرنیانو پر ضد احساسات لري.

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون د دوشنبې په ورځ په شدت د داسې پېښو غندنه وکړه
د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون د دوشنبې په ورځ په شدت د داسې پېښو غندنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ځانګړې څیړونکي ممتاروتېري هم پرون په جینوا کې خبري غونډې ته وویل چې په اروپا کې په عمومي ډول، د بهرنیانو پر ضد نظر زورو دی.

ممتا روتیري وايي:

"د اروپا په زیاتو سیمو کې د کډوالو د بحران په ترڅ کې له داسې احساساتو ډکې پېښې ولیدل شوې او دا هم راته جوته شوه چې د بهرنیانو ضد احساس تر کومه حده د غېر قانوني کډوالو په اړه پر پریکړو اغیز درلود. دا دتاسف خبره ده. زما په باور، دا مسئله باید د سیاسي رهبرانو له لوري په جدیت وکتل او حل شي."

د بریتانیې خلکو تېره اوونۍ په ټولپوښتنه کې ګډون وکړ چې پر اساس يې لږ تر لږه ۵۲ فیصده رایې ورکوونکو له اروپايي اتحادیې د خپل هېواد د وتلو د پلان ملاتړ وکړ.

تردې وروسته، د بریتانیې صدراعظم استعفی وکړه خو ډاډ یې څرګند کړ چې تر را روان مني به نوی صدراعظم په کار پيل وکړي.

په نړیوالو مارکیټونو کې د بریتانوي پونډ بیه په بې ساري ډول ټيټه شوې او داسې ګڼل کیږي چې په بریتانیې کې د نظرپوښتنې پایلې به د ټولې اروپايي اتحادیې پر سیاسي او اقتصادي وضعیت د پام وړ اغېز وکړي.

موغیریني: بریتانیه د نورې اروپا د خلکو په وړاندې هم مسؤلیت لري.
موغیریني: بریتانیه د نورې اروپا د خلکو په وړاندې هم مسؤلیت لري.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فېډریکا موغیریني پرون په بروکسل کې وویل چې بریتانیه د نورې اروپا د خلکو په وړاندې هم مسؤلیت لري.

فېډریکا موغیریني زیاته کړه:

"دا اوس په بریتانوي ادارو پورې اړه لري چې د خپلو خلکو دا سیاسي پریکړه څرنګه په حقیقت کې عملي کوي. هغوی د۴۴۰ میلیونه اروپاييانو په وړاندې هم مسؤل دي چې په اروپايي اتحادیه کې پاتې کیږي. هغوی باید وپوهیږي چې د بریتانیې تر پریکړې وروسته به په څه ډول اتحادیه کې ژوند کوي."

فېډریکا موغیریني وویل چې اروپايي اتحادیه که ۲۷ غړي ولري یا ۲۸ د بې ثباتۍ د زغملو وخت نه لري.

په دې غونډه کې د فرانسې ولسمشر هم د بریتانې د وتلو پر پریکړه خواشیني څرګنده کړه خو ویې ویل چې لندن باید ژر تر ژره له اتحادیې د وتلو کار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG