د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

د برېتانیا صدراعظم ډیویډ کېمرون استعفا کوي


د بریتانیا خلکو پرون د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په پلوي رایې ورکړې. د رایو نتایج د بریتانیا د انتخاباتو د کمېسیون نن رسما اعلان کړل.

د برېتانیا صدراعظم ډیویډ کېمرون په راتلونکو درېیو میاشتو کې د خپلې استعفا خبر ورکړ او د اروپايي ټولنې چارواکو دا یوه تاریخي شېبه بللې ده.

د برېتانیا د پرونۍ ټولپوښتنې نتایجو چې نن اعلان شول وښوده چې په سلو کې ۵۲ خلک له اروپايي ټولنې څخه د برېتانیا د وتلو او په سلو کې ۴۸ په دې ټولنه کې د پاتې کیدو پلويان دي.

د رد او تایید د رایو ترمنځ توپیر یو اعشاریه اوه ویشت میلیونه وو.

د رد او تایید د رایو ترمنځ توپیر یو اعشاریه اوه ویشت میلیونه وو.
د رد او تایید د رایو ترمنځ توپیر یو اعشاریه اوه ویشت میلیونه وو.

د انتخاباتو د کمېسیون د رایو د شمېرنې مسوولې جیني واټسن په لندن کې یوه خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال د رایو جزییات په ډاګه کړل او ویې ویل چې د برېتانیا خلکو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په پلوي رایې ورکړې.

په همدې حال کې صدراعظم ډیویډ کېمرون چې په اروپايي ټولنه کې د برېتانیا د پاتې کېدو له پلویانو څخه و، نن اعلان وکړ چې دی به له درېیو میاشتو وروسته استعفا وکړي.

کېمرون په لندن کې یوې خبري غونډې ته ویل چې له اروپايي ټولنې د برېتانیا د وتلو په اړه خبرې اترې به د نوي صدراعظم په مشرۍ ترسره شي.

ښاغلي کېمرون زیاته کړه:

"د برېتانیا خلکو واضحه پریکړه وکړه چې یوه بله لاره غوره کړي او ځکه فکر کوم چې د نوې لارې لپاره دا هېواد نوي مشرتابه ته اړتیا لري. زه به هڅه وکړم چې د صدراعظم به توګه دا کښتۍ په راتلونکو اونیو او میاشتو کې ثابته وساتم خو فکر کوم زما لپاره داغوره نه وي چې هغه ماڼو و اوسمچې خپل دا هېواد تر راتلونکي منزل پورې رسوي. دقیق وخت ټاکلو ته اړتیا نشته خو زما په نظر هدف باید دا وي چې په اکتوبر میاشت کې د محافظه کار ګوند تر راتلونکي کنفرانس پورې نوی صدراعظم ولرو."

کېمرون: له اروپايي ټولنې د برېتانیا د وتلو په اړه خبرې اترې به د نوي صدراعظم په مشرۍ ترسره شي
کېمرون: له اروپايي ټولنې د برېتانیا د وتلو په اړه خبرې اترې به د نوي صدراعظم په مشرۍ ترسره شي

د دې ټولپوښتنې د نتایجو له اعلان سره سم د انګلیسي پونډ ارزښت او په ټوله نړۍ کې د ونډو بیې راټیټي شوې.

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک وویل، اروپايي ټولنه ژمنه ده چې د پاتې اوه ویشتو غړو هېوادونو ترمنځ یووالی وساتي او د ټولنې د لا پاشل کېدو مخنیوی وکړي.

ټوسک وویل، د اروپايي ټولنې مشران به راتلونکې میاشت خپله سرمشریزه د برېتانیا له غړیتوب پرته جوړه کړي.

ټوسک د برېتانیا د ټولپوښتنې نتیجه تاریخي پریکړه وبلله.

ښاغلي ټوسک زیاته کړه:

"دا حقیقت له هیچا پټ نه دی چې موږ له دې ټولپوښتنې د یوې بلې نتیجې تمه لرله. زه ښه پوهیږم چې له سیاسي پلوه دا شېبه څومره جدي او ان ډراماتیکه ده. دا شېبه تاریخي ده خو یقیناً د تاریخي غبرګون شېبه نه ده. غواړم ټولو ته ډاډ ورکړم چې موږ د دې منفي سناریو منلو ته هم چمتو یو."

ټوسک د برېتانیا د ټولپوښتنې نتیجه تاریخي پریکړه وبلله
ټوسک د برېتانیا د ټولپوښتنې نتیجه تاریخي پریکړه وبلله

د برېتانیا د خپلواکۍ د ګوند مشر نایجل فاراژ چې له اروپايي ټولنې د برېتانیا د وتلو لپاره یې کمپاین کاوه او د کېمرون د استعفا غوښتنه یې کوله وویل چې د یوې خپلواکې برېتانیا سهار راروان دی.

XS
SM
MD
LG