د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۵

اولسن: امریکا افغان امنیتي ځواکونو سره ۳ ملیارده ډالره مرسته کوي


د امریکا متحدایالات به د افغانستان له امنیتی ځواکونو سره په کال کې ۳ ملیارډ ډالر مرسته وکړي.

دا خبره د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ریچارد اولسن پرون سې شنبې په واشنګټن کې څېړنیز مرکز اتلانتیک شورا ته کړې ده.

درویټرز خبري اژانس په حواله، داپيسې به له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ میلادي کاله د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر پیاوړتیا ولګول شي.

د ریچارد اولسن په وینا، د امریکا حکومت به له کانګرسه وغواړي چې په همدې موده کې، له افغانستان سره د اقتصادي مرستو لپاره هم د کال یو ملیارډ ډالر ځانګړي کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د بارک اوباما د ادارې ځانګړي استازي په اتلانتیک شورا کې څرګنده کړه چې متحدایالات د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته د خپل تعهد پراساس دا مرستې کوي.

د واشنګټن ټایمز په حواله، ښاغلي اولسن زیاته کړې چې د متحدوایالاتو حکومت به د روان کال تر پایه په افغانستان کې خپل لږترلږه ۹۸۰۰ عسکر وساتي او راتلونکی کال به ۵۵۰۰ امریکايي عسکر هلته پاتې شي.

د اولسن په وینا، دا امریکايي عسکر به په ټول افغانستان کې په کوچنیو مرکزونو کې ځای پرځای شي.

راتلونکی کال به افغانستان کې۵۵۰۰ امریکايي عسکر پاتې شي
راتلونکی کال به افغانستان کې۵۵۰۰ امریکايي عسکر پاتې شي

ناټو تړون به هم له خپلو غړو ۹۰۰۰ عسکر وغواړي چې راتلونکی کال په افغانستان کې پاتي شي.

په افغانستان کې د عسکرو د پاتې کېدو پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې ولسمشر بارک اوبا قدرت ته له رسېدو راهیسې په عراق او افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسولو پلان درلود.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد اولسن ویلي چې افغان حکومت د خپلو امنیتی ځواکونو په بیه او د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته دوام نشي کولائ.

د اولسن په وینا، د امریکا متحدایالاتو ایالاتو ته ښايي چې د خپل امنیت لپاره د افغان حکومت له امنیتي ځواکونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

متحده ایالات به د افغان امنیتي ځواکونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي
متحده ایالات به د افغان امنیتي ځواکونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي

ریچارد اولسن باور څرګند کړ چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته او د هغوی ملاتړ به له طالبانو سره د مذاکرو بهیر پیاوړی کړي خو دواړه هېوادونه باید وپوهیږي چې دا پانګونه به دایمي نه وي.

د هغه په وینا، له افغان ځواکونو سره مرستې د نويو شرایطو پراساس نه کېږي، خو افغان لوري ژمنه کړې چې د دې مرستو د لګولو سیسټم به ښه څارل کېږي او اداري فساد ته به ځای نه وي.

د امریکا پر حکومت له ډېرې مودې راهیسې نیوکې کېږي چې په افغانستان کې مرستې یې ضایع شوې دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د لګښت لوی څارونکي ویلي چې متحدوایالاتو د افغان پوځ پر رغونه او روزنه لږترلږه ۱۱۳ دیارلس ملیارد ډالر لګولي دي خود دې پيسو زیاته برخه د ناسمې ادارې، فساد او درغلیو له امله ضایع شوې ده.

XS
SM
MD
LG