د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۸

کلیفلنډ: د امریکايي ځواکونو صلاحیتونه به افغان پوځ لا فعال کړي

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت تاکید کوي چې افغان ځواکونه باید د وسله والو مخالفینو پر وړاندې خپلو تهاجمي بریدونو ته دوام ورکړي.

یاد ماموریت وايي چې د افغان ځواکونو تهاجمي ستراتیژۍ ښه نتیجه ورکړې او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تازه صلاحیتونه به افغان ځواکونه لا ډېر فعاله کړي.

دغه ماموریت وايي په افغانستان کې تاوتریخوالی وحشتناکه دی خو افغان ځواکونه یې پر وړاندې ښه مبارزه کوي.

د امریکايي ځواکونو تازه صلاحیتونه به افغان ځواکونه لا ډېر فعاله کړي
د امریکايي ځواکونو تازه صلاحیتونه به افغان ځواکونه لا ډېر فعاله کړي

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند جنرال چارلس کلیفلنډ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې افغان ځواکونه د تېر کال په پرتله په پیاوړي دریځ کې دي او علت یې دا دی چې دوی له دفاعي حالته تهاجمي حالت غوره کړی دی.

چارلس کلیفلنډ وايي، په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د تازه صلاحیتونو ورکړه به افغان ځواکونه لا پیاوړي او د تهاجمي ستراتیرۍ په برخه کې به یې ګټور تمام شي، خو په دې صلاحیتونو کې د امریکايي ځواکونو د شپې عملیات شامل نه دي.

هغه زیاته کړه:

"په دوه زره پنځلسم کال کې لکه چې څنګه چې مو پرې خبرې وکړې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې و او ملاتړ هم ترې کېده خو اوس په دوه زره شپاړسم کال کې چې افغان ځواکونه په تهاجمي حالت کې دي، د ولسمشر له لورې امریکايي ځواکونو ته د تازه صلاحیتونو ورکړه به افغان ځواکونو ته دا فرصت ورکړي چې لا ډېر فعاله شي او د ستراتیژیکو بریاوو په ترلاسه کولو کې به ورسره مرسته وکړي"

په کابل کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت په داسې حال کې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د تازه صلاحیتونو ورکړه د افغان ځواکونو په ګټه بولي چې وړاندې افغان حکومت هم له دغې پریکړې هرکلی کړی و.

امریکا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې له جګړې لاس واخیست خو په افغانستان کې د بریدونو له زیاتیدو سره تېره اوونۍ یو ځل بیا د امریکا ولسمشر خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړه چې په افغانستان له اړتیا سره سم په جګړې کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي کارپوهان وايي د افغان ځواکونو تهاجمۍ ستراتیژۍ ښه نتیجه ورکړې خو لاهم د هوايي ځواک په برخه کې جدي ستونزې لري.

پوځي کارپوه امان الله امان وايي ښه به وي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان په جګړه کې د لا زیاتې ښکیلتیا پرځای افغان هوايي ځواکونه تجهیز کړي.

امان: په تهاجمي حرکتونو کې موږ ته د دوی هوايي ملاتړ ډېر ضرور دی
امان: په تهاجمي حرکتونو کې موږ ته د دوی هوايي ملاتړ ډېر ضرور دی

نوموړې زیاته کړه:

"په تهاجمي حرکتونو کې موږ ته د دوی هوايي ملاتړ ډېر ضرور دی او ثقیله سلا چې هغه توپچي ده او د دوی په اختیار کې ده هغې ته هم موږ جدی ضرورت لرو خو نور د دوی پیاده شراکت موږ نه منو او نه یې کړی دی، زموږ بریاووې به په دې کې وي چې پیاده عملیات خپله افغان پوځ وکړي او هوايي حمایت او توپچي خارجي ټولنه له موږ سره ولري."

امان الله امان وايي، که څه هم په افغانستان ورستیو نا امنیو د امریکا متحده ایالت اړ کړل چې بیا د افغانستان په جګړې کې ښکېلېدو ته زړه ښه کړي خو تېرو تجربو ته په کتو ښه به وي چې امریکایان په افغانستان کې د نا امنۍ د کابو کېدو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

نوموړی وايي که نړیواله ټولنه او په خاصه توګه د امریکا متحده ایالات د هوايي ځواک په برخه کې له افغان ځواکونو سره هر اړخیزه همکاري وکړي په روانه جګړه به د افغان ځواکونو بری یقیني شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG