د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۲

ناټو له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

د سټار ټربیون ورځپاڼې په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې او د افغانستان سره د ناټو د مرستو په دوام یو راپور خپور کړی او په یوه برخه کې وايي، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې سلا وکړه چې په افغانستان کې به د قاطع ملاتړ ماموریت ته له ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته هم دوام ورکوي.

ورځپاڼې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولتنبرګ څرګندونې راخیستي او وايي، پوځي پلان جوړونکي به اوس د دې ماموریت د غزولو پر جزییاتو کار کوي.

ورځپاڼه زیاتوي د افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې په برخه کې د ناټو د غړیو هېوادونو د اوسني تعهد موده په ۲۰۱۷ میلادي کال پای ته رسیږي او د ناټو چارواکي تمه لري چې د روان کال د جولای تر میاشتې به ددې تړون غړي هېوادونه تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغانستان سره د مالي مرستو نوې ژمنې وکړي.

سټار ټربیون د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر فیلیپ هامونډ له خولې وايي، هېواد یې پریکړه کړې چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې له افغانستان سره په کلني ډول اویا میلونه پونډه چې یوسلو دوه میلونه ډالر کیږي مرستې ته دوام ورکړي.

بریتانیا وايي، دوی تمه لري چې د ناټو نور غړي هیوادونه به هم د دوی په پل، پل کیږدي او له افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکړي.

نیوریاک ټایمز:

د نیویارک ټایمز ورځپانې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍکې د یوې ازربایجانې باروړونکې الوتکې د پریوتو په اړه راپور لیکلي او د تیمورشا په نوم د پولیسو د یو چارواکي له خولې وايي، دا الوتکه هغه مهال نسکوره شوه چې دغلته په په یوه پوځي اډه کې چې د ناټو ځواکونه په کې ديکوزېدله.

په دې الوتکه کې اووه تنه عمله وژل شوي او دوه تنه ژغورل شوي.

نیویارک ټایمز وايي، که څه په افغانستان کې د ناټو ماموریت په واړه مشورتي ماموریت بدل شوی، خو د افغانستان په جنوب کې د نا امنیو زیاتیدو په ګڼ شمېر کې د ناټو تر ماموریت لاندې پوځیان اړ کړي چې بیرته دې سیمو ته د دفاع او پلان جوړونې په برخه کې د مرستې لپاره ستانه شي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم په هلمند کې ددې باروړونکې الوتکې د نسکوریدو په اړه یو راپور لیکلي او په یوه برخه کې ویلي، دا الوتکه د اذربایجان د وریښمو د لارې د شرکت اړوند الوتکه وه چې په ګرمسیر ولسوالۍ کې یې د ناټو ځواکونو ته اکمالات رسول او دغلته په پوځي اډه کې د ښکته کیدو پر مهال د تخنیکي ستونزو له کبله نسکوره شوه.

دې ورځپاڼې هم ویلي چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو جګړیز ماموریت رسما پای ته رسیدلي، خو په هلمند کې د وضیعت خرابیدو امریکايي او بریتانوي ځواکونه اړ کړل چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې بیرته دې ولایت ته ستانه شي.

والسټریټ ژورنال وايي،سره ددې چې ددې ځواکونو ماموریت د افغان امنیتي ځواکونو رزونه او هغوی ته د سلا مشورو ورکول دي خو پر دې سربیره هم ځانګړي امریکايي ځواکونه په ځینو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره ملګرتیا کوي او وخت ناوخت له طالبانو سره په نښتو هم اوړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG