د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۵

ناټو: تر ٢٠٢٠م کاله پورې د افغان ځواکونو ملاتړ کوو


يو، ايس، اې ټوډې:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې يو، ايس، اې ټوډې (USA Today) په خپله پرونۍ ګڼه کې له افغانستان سره د ناټو تړون د تعهد پر دوام ليکنه خپره کړې.

د ناټو غړي هېوادونه ښايي په خپله يوه راتلونکې سرمشريزه کې تر ٢٠٢٠میلادي کاله پورې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې، تجهيز او تمويل لپاره له افغانستان سره د پنځه مليارده ډالرو مرستې ژمنه وکړي.

په ليکنه کې د ناټو د سرمنشي ينس سټولټنبرګ هغه څرګندونې رااخيستل شوې چې پرون چهارشنبې يې ويلي:

"موږ به په افغانستان کې تر ٢٠١٧میلادي کاله پورې د ناټو ماموريت ته دوام ورکړو."

سټولټنبرګ ويلي، موږ به د خپلو پوځيانو د شمېر په اړه چې په ٢٠١٧میلادي کال به په افغانستان کې وي او نورو راتلونکو پلانونو په اړه پرېکړه وکړو.

يو، ايس، اې ټوډې د يوه ډيپلومات چې نوم يې نه دى ياد شوى څرګندونې هم رااخيستي چې ويلي يې دي، په افغانستان کې امنيتي وضعيت خراب دى، افغان ځواکونه لاهم د جنګ په ډګر کې د اکمالاتو او رهبرۍ له اړخه ستونزې لري.

د دغه ډيپلومات په خبره، د وسلوالو طالبانو د تحرکاتو زياتېدو له کبله ښايي ناټو د افغان قواوو د روزنې پروګرام او مالي مرستې ته ادامه ورکړي، څو تر ٢٠١٦میلادي کال وروسته افغان ځواکونه له دې روزنې او ملاتړه په استفاده اغېزناک فعاليت وکړاى شي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي چې تمه کېږي د نړۍ مشران په راتلونکو اوونيو کې هغه پلانونه تصويب کړي چې پر اساس يې د بهرنيو پوځيانو د شمېر له کمېدو سره- سره په افغانستان کې د ناټو کليدي پوځي اډې فعالې وي.

يوه ډيپلومات چې په دې اړه د چهارشنبې په ورځ د نوم نه خپرولو په شرط خبرې کولې، ويلي: په پام کې ده دغه پلان راتلونکې مياشت د وارسا په سرمشريزه کې اعلان شي.

واشنګټن پوسټ ليکي، د هغو پوځي اډو شمېر چې د دې پلان له مخې به فعالې وي، نه دى معلوم.

په ليکنه کې د ناټو د سرمنشي ينس سټولټنبرګ خبرې هم رااخيستل شوي چې د چهارشنبې په ورځ يې ويلي، ناټو د هغو پوځيانو د راتلونکي شمېر پلان نهايي کوي، چې په پام کې ده په ٢٠١٧م کال کې په افغانستان کې دېره وي. ده ويلي د پوځي اډو د شمېر زياتوالى د پوځيانو په ګټه دى.

والسټريت ژورنال:

دې امريکايۍ ورځپاڼې بيا ليکلي چې ناټو ښايي په افغانستان کې بل کال خپلې شپږ پوځي اډې فعالې وساتي.

ورځپاڼې د دې تړون د چارواکو هغه څرګندونې هم رااخيستي چې ويلي يې دي، د ناټو هغه پلان وځنډول شو چې له مخې يې په افغانستان کې د دې تړون د پوځيانو شمېر کمېږي.

په ليکنه کې راغلي، موجوده پوځيان به د افغان قواوو روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوي.

والسټريټ ژورنال ورځپاڼې د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر هغه څرګندونې هم رااخيستي چې ويلي يې دي، په بروکسل کې د ناټو په تېره غونډه کې د امريکايي پوځيانو د شمېر په اړه بحث شامل نه و.

دا مهال په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ٩٨٠٠ ته رسېږي چې ٦٨٠٠ يې د قاطع ملاتړ په ماموريت کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG