د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

بشري حقونه: لاهم نظامي قطعو کې له ماشومانو پوځي استفاده کېږي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په وسله والو نښتو کې د ماشومانو ښکېلتیا هغه څه دي چې افغان حکومت یې په بشپړ ډول په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په سیمه ییز دفتر کې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ مسؤل عبدالله عابدي وايي چې افغان دولت باید د وارسا په غونډه کې په دې اړه خپل اقدامات له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.

یاد کمېسیون وايي چې په وسله والو نښتو کې د ماشومانو د ښکیلاتیا په وړاندې د اقداماتو اړوند د افغان حکومت د هڅو با وجود لا هم دغه هېواد په یاده برخه کې د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په سیمه ییز دفتر کې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ مسوول عبدالله عابدي د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې برخه کې اندېښمن دي او افغان حکومت باید د وارسا په کنفرانس له نړیوالې ټولنې سره خپل اقدامات شریک کړي.

هغه زیاته کړه:

"لا هم په دې برخه کې زموږ اندېښنې موجودې دي چې له ماشومانو نه په پوځي قطعوو کې استفاده کېږي، په ځانګړي ډول په سیمه یزو پولیسو کې، افغان دولت باید د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون او نورو هغو نړیوالو اصولو په وړاندې چې منلي یې دي خپلې ژمنې تر سره کړي او د وارسا په کنفرانس کې هم باید خپل اقدامات اعلان کړي چې څه یې کړي."

عابد: له ماشومانو نه په پوځي قطعوو کې استفاده کېږي
عابد: له ماشومانو نه په پوځي قطعوو کې استفاده کېږي

​د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د نړیوالې ټولنې د فشار په ترڅ کې افغان حکومت په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په دې اړه د ملګرو ملتونو له استازي سره یو تفاهم لیک هم لاسلیک کړ چې ماشومان به د امنیتي ځواکونو له لیکو لرې کړي.

د نوموړي کمېسیون د معلوماتو له مخې دغه شان تېر کال دولت دې ته اړه کړل شو چې په امنیتي ځواکونو کې د ماشومانو د استخدام د مخنیوي قانون هم جوړ او د قانون تر نافذېدلو یو میاشت وروسته باید له پوځي قطعو څخه ټول ماشومان وباسي.

خو د ښاغلي عابدي په وینا لا هم افغان دولت په دې برخه کې بشپړ مخنیوی نه دی کړی او په یو تازه مورد کې لیدل شوي چې د ملي شورا یوه غړي یو ماشوم د خپل ساتونکي په توګه په دنده ګمارلی دی.

په ورته وخت کې افغان حکومت وايي چې دوی په دې برخه کې خپلو اقداماتو ته ژمن او جدي دي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال:

حکومت په دې برخه کې خپلو اقداماتو ته ژمن او جدي دی
حکومت په دې برخه کې خپلو اقداماتو ته ژمن او جدي دی

"افغان ولسمشر د کورنیو چارو وزارت او ټولو سیمه ییزو ادارو ته امر کړی دی چې په پولیسو او سیمه ییزو پولیسو کې کم عمره ماشومان چې قانوني سن یې نه وي پوره کړی هیڅ ډول د شاملېدو حق نه لري، په دې برخه کې افغان ولسمشر ډېر جدي دی او که داسې مواردو ولیدل شی جدي برخورد به کېږي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې له ماشومانو څخه باید په وسله والو نښتو کې هیڅ ډول استفاده ونشي ځکه دا د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون خلاف عمل دی.

خو څارونکي وايي چې نه یوازې په دې برخه کې بلکې په ګڼو نورو برخو کې هم د افغان ماشومانو حقونه تر پښو لاندې شوي چې باید ورته رسیده ګي وشي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG