د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

د افغان ماشومانو د حالت په اړه د ملګروملتونو اندېښنې


د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د دوسیو مسوول پیټر ویتیګ
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د دوسیو مسوول پیټر ویتیګ
ملګرو ملتونو په افغانستان کې په کیدونکو ځان وژونکو حملو کې د ماشومانو په کارولو ژوره اندیښنه څرګنده کړه او په جګړه کې له ښکیلو ټولو اړخونو وغوښتل، چې له ماشومانو کار وانخلي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د دوسیو مسوول چې کابل ته په یو رسمي سفر راغلی وایي، چې افغان چارواکو سره یې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه پراخ بحثونه کړي دي.

پیټر ویتیګ وایي، چې په هر ډول شرایطو کې باید ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره شي او د دوی د مرکزونو څخه باید د پوځې چارو لپاره کار وانه خیستل شي.

″د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، په هغو هیوادونو کې جګړه روانه ده، د ملکي خلکو د ژغورنې او خوندیتوب په ځانګړی ډول د ماشومانو لپاره ځانګړی اهمیت ورکوي.

د امنیت شورا په کلکه په دې باور دی چې د ماشومانو وژل، ژوبل کول، په پوځې لیکو کې د ماشومانو استخدامول او له هغوی څخه جنسي ګټه اخیستل باید ودریږي.″

پیټرویتیګ همداشان وایي، چې د امنیت شورا په دې اړه اندیښمنه ده دا چې د امنیتي مسولیتونو د انتقال د بهیر له پیل سره ښایي د افغانستان په یو شمیر سیمو کې جګړې زور واخلي او ډېر ماشومان حتی د ژوند له ګواښونو سره مخامخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دوسیو مسوول او د جرمني دایمي استازی همداشان هغه څه ته ډیر خوشبینه بریښي، چې وایي، د خپل سفر پرمهال یې داسې یو سند ترلاسه کړی، چې په کې طالبانو پر ښوونځیو او روغتیایی مرکزونو د بریدونو او د دوی په لیکو کې د ماشومانو د استخدام د کموالی په اړه خبر ورکول شي.

نوموړی که څه هم دې ته خوشبینه دی، خو وایي، چې طالبان باید په دې اړه د خپل دریځ په اړه نور معلومات هم ورکړي.

دی همداشان وایي، چې د جولای میاشت په نیمایي کې د امنیت شورا په جګړو او شخړو کې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه د یوه پریکړه لیک په مسودې هم کار کوي چې له مخه به یې په نورو هیوادونو کې په جګړه کې د ښکیلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره هم ترې کار واخیستل شي.

″د پریکړه لیک په مسوده کې به چې تمه کیږي، د جولای میاشتې په نیمایي کې پیل شي، عمومي موضوع یې د ماشومانو خوندیتوب او په روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو د حملې دی.

ملګرو ملتونو له دواړو خواوو هم له حکومتي چارواکو او له مخالفینو سره په دې اړه خبرې کړي دي، چې باید په ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو له حملو څخه مخنیوی وکړي.″

ده زیاته کړه هغه اقدامات چې په دې برخه کې په پام کې نیول شوي، دا دی چې د سرغړوونکو کسانو نومونه به افشا او په تور لیست کې به شاملیږي او که له دې سره هم سرغړوونکي خپل کار ته دوام ورکړي، نو بندیزونه به پرې ولګول شي.

پیټر ویتیګ وایي چې په حقیقت کې موږ دوه کارونه ترسره کوو، لومړی یې تشویقوو او بیا یې نومونه په تور لست کې راولو او په هغوی بندیزونه لګوو.

په ورته وخت کې ښاغلی پیټر د نړیوالو او افغان ځواکونو څخه وغوښتل، چې د دغو ځواکونو د ملیاتو پرمهال د ماشومانو د نیولو او یا هم د دوی د لیکو څخه د ماشومانو د تښتیدو په اړه د ځواکونو د عملیاتو د معیاري طرزالعمل په اړه معلومات ورکړي.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماشومانو د وضیعت په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو، چې له ماشومانو څخه نه یوازې په جګړو او پوځي لیکو کې استفاده کیږي، بلکې د دې له امله ماشومان د ښوونې او روزنې د حق څخه هم محرومه پاتې کیږي.

رپورټ: مخفي عزیزي
XS
SM
MD
LG