په افغانستان کې د بچه بازي زیاتره قربانیان د دې ناړه پدیدې مسوول خپل سري وسله وال او زورواکي کسان بولي.
په افغاني ټولنه کې د لویانو له لوري د ساعت تیرۍ په مقصد له ماشومانو څخه ناوړه جنسي، رواني او فزیکي استفادې ته بچه بازي ویل کیږي، له بده مرغه دغې ناوړې پدیدې په ۲۱ مه پیړۍ کې هم په افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو سیوری غوړولی.
بچه بازي هغه پدیده ده چې په هغه کې ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته ښځینه لباس وراغوستل کیږي د ښځو په څير ارایش کوي او په پښو کې یې زنګونه ورتړل کیږي او د بچه بازۍ په نامه په ودونو او یا په ځانګړو مراسمو کې ګډول کیږي.
د بچه بازي قربانیان څوک دي؟
اصغر د دغې پدیدې قرباني دی.
ایله څو میاشتې اوړي چې دغه تنکی ځوان د تښتوونکو له منګلو څخه خلاص شوی چې تښتونکو به د هغه له ګډا خوند اخیست او ځیني وخت به یې ورنه ناوړه جنسي استفاده هم کوله.
وروسته له هغې چې د اصغر ادرس پیدا شو، د ژمي په یوه سړه ورځ کې په هغه پسې ولاړم، څو پوه شم چې څه عوامل د دې سبب شوي چې هغه د یو شمېر کسانو له خوا د هلک په نامه وساتل شي او ورنه ناوړه استفاده وشي.
هغه را ته وویل، د ښوونځي په لسم ټولګي کې وو چې له ناوړه ملګرو سره یې ناسته پاسته شوه او دا سبب شو چې ناوخته کورته ولاړ شي او بلاخره له کوره تیښتې ته اړ شي.
اصغر زیاته کړه:
"کله به چې له ښوونځي څخه پنځه بجې رخصت شوم، ۶ یا ۷ بجې او ان کله به د شپې اته بجې کور ته تلم، پلار به رانه پوښتنه کوله چې ولې دومره ناوخت راځې زه به یې وهلم چې حال راته ووایه، په لاره کې به هلکانو راته ویل چې یو څو دقیقې کېنه مجلس کوو، له هغوی سره به مې چرس او سګریټ څکول او بیا به کورته تلم."
اصغرهغه وخت درک کړه چې د هغه دردونکو خبرو ته مې په پوره حوصلې غوږ ونیوه او په مهربانۍ سره مې ورته کتل، اصغر په پوره باور په زړه کې ناویلې خبرې راته وکړې.
هغه وویل، د دې پرځای چې د عمر خوږې شېبې د خپلې کورنۍ په مهربانه غږ کې تېرې کړي، په بېلابېلو پلمو یې په بې لارېتوب کې تېرې کړې:
"له کوره وتښتېدلم، له کوڅه ډبو هلکانو سره یوځای شوم، زه یې په زوره موټر کې واچولم شکردرې ته یې یو وړم، په زور به یې ګډولم، بیا یې یو کلي ته بوتلم لواطت یې راسره وکړ، داسې مجلسونو ته به یې بوولم چې هلته به حکومتي وسله وال کسان ناست و، څلور هلکان له یو بل کس سره و، زنګونه به یې را تړل."
اصغر اوس له ځانه بې زاره دی:
دا شپاړلس کلن تنکی ځوان د شخصیت د لوړتیا پرځای اوس له ځانه بې زاره دی او وايي، کله چې په تېرو خاطرو نظر اچوي، د یوازېتوب او خستګۍ احساس کوي:
"تر هغې چې ژوندی یم د هغو کسانو دا ناوړه کار مې له یاده نه وځي، عقل او فکر مې له لاسه ورکړی، خپل نوکان په غاښونو شکوم، بېخي عصبي تکلیف راته پیدا شوی، هر شپه تر ناوخته ناست یم چورتونه وهم، خدای پوهیږي چې مابخښي او کنه، له ماسره یې ۱۵ تنه ونیول دوه تنه یې ګنهکاران و چې په محکمه یې براات ترلاسه کړ."
ترډېره هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۱۲ تر ۱۸ کلونو پورې وي او ښایسته څیره ولري، د دغې ناوړو پدیدې ښکار ګرځي او پر هغوی د ګډا ترڅنګ د بچه بازانو له خوا په فردي او یا ډله ییزه توګه جنسي تیرۍ هم کیږي.
خو څوک د دا ډول متفاوتو ټولنیزو شخصیتونو د را پیدا کېدو ترشاه لاس لري؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې سیما سمر دفتر ته ولاړم او له هغې څخه مې وپوښتل چې په دې برخه کې د دوی موندنې څه ښيي؟
اغلې سمر بېلابېلو عواملو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه زیاتره د هغو کورنیو ماشومان د بچه بازۍ ښکار ګرځي چې عاید یې کم او بې وزلي وي او د مالي سرچینو د پيدا کولو لپاره یاد عمل ته مخه کوي.
اغلې سمر زیاته کړه:
"له بده مرغه یو هم عوامل یې بې وزلي ده چې تنکي ماشومان ورته مخه کوي، واړه ماشومان د دې لپاره چې شعر ویل کیږي ورته وګډیږه، بیا وروسته په نور کارونو کې ښکېل کیږي، له بده مرغه یو شمېر ماشومان له یوه ولایت څخه بل ولایت ته قاچاقیږي او د ځینو زورواکو کسانو له خوا ساتل کیږي او بچه بازي ته هڅول کیږي، ځیني وسله والو کسانو هلکان ساتلي، په ټولنه کې ځان داسې ورته ښکاریږي چې دا سړی زیات مهم دی، ځکه چې څو تنه هلکان مجلس ته راوړي، دا چې په سیمه کې زور لري هغه د مجلس په سر کې کینوي، ښه ډوډۍ بیا هغه کس ته ورکول کیږي، دا زور نه بلکې له بشري حقونو څخه یوه ښکاره سرغړونه ده چې دغه جرم باید له جزا پاتې نه شي."
په افغانستان کې د بچه بازۍ، لغړزني یا بېرش له کلمې سره زیات خلک اشنا دي چې په ځینو برخو کې په ورځینو خبرو کې او ان د محلي سندرغاړو په سندرو کې هم یادیږي.
خو داسې ځوانان هم شته چې په خپله خوښه دې کار ته مخه کوي او کورنۍ یې د ده له اعمالو څخه معلومات نه لري.
نوید چې د خپلو مینه والو ترمنځ کې د خوشبو په نوم مشهور دی، یو له همدغو ځوانانو څخه دی چې په خپله خوښه یی ګډا ته مخه کړې.
دغه ځوان د قلم نیولو پر ځای زیات په پښو پورې له زنګ تړلو سره اشنا دی او وایي، هڅه یی دا ده چې په څه ډول د نارینه و پام ځانته واړوي.
هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، کله چې د خوښیو محفلونو ته ځي نو زیاتې پیسې ترلاسه کوي، خو کورنۍ یې له دې کاره ناخبره ده.
نوید زیاته کړه:
"په پنجصد فامیلو کې مې کراچۍ درلودله، یوه دوست راته وویل چې راځه دلته او هلته ولاړ شو، پیسې مې چې ولیدلې کراچۍ مې پرېښودله، پیسې مې چې ولېدل خوښ شوم، زه تر ډېره د خپلې کورنۍ لپاره ګډیږم او دا کار کوم عربي او غربي سازو ته رقص کوم، پیسه دار چې علاقه ولري هغه مو وړي، زیات بندیزونه دي، په ډېر مشکل سره یو بل ځای ته ځو، رقص راته زیاتې ستونزې پیدا کړي د باندې نه شم راوتلی او ان وهل ټکول مې خوړلي."
که څه هم په ظاهراً دا ځوان وايي چې له هیچا سره ناوړه جنسي رابطه نه ده ټینګه کړې، خو زیاتوي چې پر نورو ملګرو یې چې ګډیږي ډیر کله د بېلابېلو کسانو له خوا جنسي تیری شوی.
نوید وايي چې په هېواد کې د هلکانو د ګډا زیات مینه وال شته:
"قومندان پورې اړه نه لري هر څوک چې پیسې لري دا کار کوي، کله چې له هلک سره مینه ولري نو دا کار هم ورسره کوي، دا اوس په کابل کې رواج دي داسې ځای نشته چې زه نه یم تللی، د جومات ملا نه ولي نور زیات دي، څوک چې رقص نه ویني له مجلسه ځي، خو په افغانستان کې ټول خلک د هلک ګډا خوښوي."
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې بچه بازي د افغانستان په اکثره ولایتونو کې دود ده.
په کابل کې هم داسې ځانګړي ځایونه شته چې هلکان په کې ګډول کیږي او بچه بازان له همدغو ځایونوڅخه هلکان د ګډولو لپاره پیدا کوي.
خلک دا عمل غندي او وایي چې باید هرو مرو یې مخه ونیول شي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۱۳۹۳ لمریزکال کې یې"په افغانستان کې د بچه بازۍ لاملونه او پایلې" ترعنوان لاندې ملي څیړنه هم خپور کړی دی.
په دې راپور کې له حکومته غوښتنه شوې چې ټولو عدلي او قضايي ادارو او پولیسو ته لارښوونه وکړي څو د دې کار عاملین ونیسي او عدلي او قضایي ارګانونو ته دې وسپاري.
خو د بچه بازۍ د پدیدې قربانیان ادعا کوي چې تر ډېره پولیس د ودونو په محفلونو کې حاضر وي او ان له دوی څخه نا مشروع اړیکو غوښتنه کوي:
"پولیس موږ زیات ځوروي، راته وايي چې چېرته ځئ، څه کوئ، دا کار چې کوئ له موږ سره ولې نه کوئ، ولې موږ ارایش کړی، نه راته وايي چې ولې موږ دا کار ته مخه کړې راته وايي چې نو راځئ له موږ سره هم ولاړ شئ، که نه نو دوسیه درته اچوو، پیسې راکړئ چې ایله مو کړو، موږ مجبور شوي یو هغه پیسې چې مو کار کړی هغه ورکوو، زموږ پیسې او ټلیفونونه اخلي او رانه ځي."
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له مشرې سیما سمر څخه مې وپوښتل چې د بچه بازۍ په اړه د ملي څیړنې د راپور له خپرېدو څخه وروسته حکومت په دې څه اقدامات کړي؟
هغې په دې اړه وویل:
"موږ هغه هدف ته چې بچه بازي جرم پېژندل دي رسېدلي یو، له دې راپوره وروسته به لږترلږه هغه څوک چې هڅه کوي بچه بازي وکړي، هلته چې حکومت دی په ښکاره ډول یې نه شي کولای، له نیکه مرغه د افغانستان د جزا ټول قوانین سره یوځای کیږي چې بچه بازي به د افغانستان په قوانینو کې د یوه جرم په توګه وپيژندل شي، ولسمشر یو فرمان ورکړ چې بچه بازي یوه جرم په توګه معرفي کړه چې دا خپل یو ښه ګام دی."
روان پیژندونکي وايي چې د بچه بازۍ د پدیدې قربانیان په مختلفو رواني ستونزو او ناروغیو اخته کیږي او له خورا ناخوالو سره مخامخ وي.
د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر شرف الدین عظیمي وایي، له هغو ماشومانو سره چې ګډول کیږي او یا هم جنسي ناوړه استفاده ورنه شوې وي باید څه ډول مرسته وشي:
"لومړنۍ او اخري ځای کې له دغه ماشوم سره مرسته کړي هغه روانشنان دی، هغوی باید د مشورو لپاره رواني مرکزونو ته ولېږل شي، کورني ملاتړ ډېر ګټور دی، په ماشوم چې تجاوز شوی باید ورسره مرسته وشي، وړکتونه نور بېلابېل مرکزونه کولای شي زیانمنو سره مرسته وکړي."
که څه هم د افغانستان د جزا په قانون کې د بچه بازۍ عمل د مرتکیبنو لپاره کومه جزا نه ده تعین شوې، خو ویل کیږي چې لږ تر لږه درې کاله نور هم وخت اړتیا ده چې د افغانستان ټول تیت پرک قوانین د جزايي کوډ په چوکاټ کې تنظیم شي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غبرګون:
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سییمه یېز دفتر رییس شمس الله احمدزی چې په عین حال کې د هغه کمېسیون غړیتوب هم لري چې د بچه بازۍ د مخنیوي د قانون مسودې د تعدیلاتو لپاره جوړ شوی وایي، د بچه بازۍ د مخنیوي د قانون مسوده چمتو شوې او ډېر ژر به د دې ناوړې پدیدې د مخنیوي لپاره پولیسو ته وسپارل شي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه:
"زموږ په قانون کې کله چې یو څوک د لواطت فعل ترسره کوي هغه عدليي تعیقب لاندې نیسو، خو برعکس څوک چې د ۲۴ساعتونو لپاره هلک له ځان سره ساتي هغه ته معافعیت ورکوو، د دې لپاره چې دغه معافیت ته د پای ټکی کېښودل شي، د عدلیې وزارت په دې هڅه کې ده چې په همدې مسوده کې تغیرات او اصلاحات راشي د شورا له خوا پاس او د ولسمشر له خوا توشیح شي."
ښاغلي احمدزي وویل، ډېری دولتي او امنیتي چارواکي چې پوځي یونیفورم یې هم په غاړه وي، د بچه بازۍ په محافلو کې تر سترګو کیږي، خو هغه د کوم کس نوم وانه خیست.
څه موده مخکې ولسمشر محمد اشرف غني له ماشومانو څخه د جنسي استفادې د مخنیوي او د عاملینو د قضایې تعقیب لپاره یې د څارنې په هدف د یوې کمېټې د جوړیدو امر وکړ.
د اقدام وروسته له هغې وشو چې په دې وروستیو کې نیویارک ټایم ورځپانې داسې راپور خپور کړ چې په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې له ماشومانو څخه ناوړه جنسي استفاده کیږي.
ومو غوښتل چې په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر هم را واخلو، خو له پرلپسې تماسونو سره سره د یاد وزارت چارواکي خبرو کولو ته حاضر نه شول، له دې وړاندې تل افغان حکومت دا ډول تورونه رد کړي دي.
په عین حال کې د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د بچه بازۍ په محفلونو کې د چارواکو په ځانګړي توګه د پولیسو د ګډون ادعا د افغانستان د دښمنانو کار بولي:
"کله چې پولیس دومره دښمنان ولري، نو له هر ډول توطیې سره مخامخ کیږي، له شکه پرته چې هر څوک د پولیسو یونیفورم اغوندي او بیا د پولیس د بدنامي لپاره په داسې محفلونو کې ګډون کوي او د افغانستان دښمنان له هغه څه ناوړه استفاده کوي او بیا داسې جوته کوي چې پولیس په دې ناوړه پدیدې کې ښکېل دي."
ښاغلي رحیمي زیاته کړه، که په دې برخه کې کره اسناد او شواهد موجود وي، هغه ته به رسیده ګي وشي او عاملین به یې په جدي توګه تر عدلي او قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.
د بچه بازۍ او ګډا په ډېرو محفلونو کې د بچه بازانو او ډلو ترمنځ نښتې او ان مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې.
څه موده وړاندې په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې د یوه واده په مراسمو کې د هلک پرسر جګړه کې۲۲ تنه ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
خو اصغر چې د بچه بازانو له خوا په محفلونو کې ګډول کیږي وايي چې له دې وروسته به هیڅکله هم یادې پدیدې ته مخه نه کړي:
"کله چې ازاد شم ځم د موراو پلار لاسونه ښکلوم، د هغوی پښو ته ځان اچوم او نور توبه وباسم او وروسته بیا خپلو درسونه وایم او پلرنی کسب مې چې فلزکاري ده بېرته یې شروع کوم."
نوید چې د بچه بازانو ترمنځ په خوشبو مشهور دی وايي چې د راتلونکي لپاره کوم خاص پلان نه لري خو وایي چې په محفلونو کې به ګډیږي:
"دا مې عادت شوی نور کار نشم کولای، خو پولیس مې ډېر تنګوي، که دولت ته زما دا شکایت وړاندې کړئ، خوښ به شم چې د ښځو جامې مې پر تن هم نه وي پولیس مې ځوروي په خپلو کالیو کې مې هم نه پریږدي."
روان پیژوندوکي وايي، هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې ګډول کیږي او یا هم جنسي تیرۍ ورباندې کیږي، له ټولنې ځان بېلوي، لویانو ته د شک او بدګمانۍ په سترګه ګوري، په ځینو مواردو کې ځان وژنې ته مخه کوي، په ځان بې باوره کیږي او هڅه کوي چې نور ماشومان پردغه ناوړه عمل اخته کړي .
د کابل د دیني علماو شورا هم د بچه بازۍ عمل په سختو ټکو غندلی او وايي چې د اسلامي احکامو له مخې دا یو ناروا عمل او لویه ګناه ده.
دې شورا ویلي چې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو ساتنې ته په لازم ډول پام وکړي او هغوی پرې نږدي چې د بچه بازانو او نورو ناوړو کسانو له خوا ناسمو او نا روان کارونو ته مخه کړي.
راپور: رحمت الله افغان