د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

دانش: د پولیسو په لیکو کې تر قانوني سن د کښته عمر لرونکو استخدام صفر دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ په جدي ډول یې د پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د استخدام او کارولو پر وړاندې اقدامات کړي او د ښو پرمختګونو خبره کوي.

دا اقدامات وروسته له هغه شوي چې؛ تیر کال د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان پر حکومت انتقاد کړی و چې؛ په پوځي لیکو کې تر قانوني عمر کښته کسانو په دنده ګمارل کیږي.

ملګرو ملتونو ویلي وو، چې دغه ماشومان یا عملاً په جګړو کې ښکیل دي او یا هم د جګړو په لومړیو کرښو کې د پوځیانو د خدمتګارانو په توګه دنده تر سره کوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب اله دانش آزادي راډیو ته وویل چې؛ اوس د پولیسو په لیکو کې د ماشومانو استخدام صفر ته رسیدلی دی.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په یوې اعلامیې د افغان حکومت د هغه پلان هرکلی کړی چې؛ د افغان امنيتي ځواکونو په لیکو کې به د ماشومانو استخدام او کارول ختم کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي یان کوبیش په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي؛ چې داښیې افغان حکومت دغه ژمنه عملي کوي.

په دغه پلان کې ځیني اقدامات څانګړي شوي چې؛ له مخې یې په امنیتي لیکو کې د ماشومانو استخدام او کارول جرم ګڼل کیږي، د امنیتي پیښو په تړاو له نیول شویو ماشومانو سره باید د ماشومانو لپاره د نړېوالو محاکمو له معیارونو سره سم چلند وشي او د عمر د ښودلو میکانیزم باید پیاوړی شي.

ښاغلي کوبیش دا هم ویلي چې، دا کار به د افغانانو په ژوند کې یو ریښتونی بدلون راولي.

که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت وړاندې د پوځ په لیکو د ماشومانو د استخدام خبره په کلکه رد کړې وه؛ خو د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو کلونو کې په ولایتونو کې داسې مواد وو؛ خو وايي، اوس دا ستونزه حل شوې ده.

وسله والو طالبانو هم په وار وار داسې راپورونه رد کړي چې؛ ګواکې دوی دې په جګړه ییزو فعالیتونو کې ماشومان استخدام کړي.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې؛ د ملګرو ملتونو له لوري یو داسې کمپاین پیل شوی چې؛ باید تر ۲۰۱۶ کال پورې په جګړه ییزو فعالیتونو کې؛ د ماشومانو استخدام پای ته ورسوي.
دا کمپاین په اتو هېوادونو کې پیل شوی چې؛ پر افغانستان سربیره، چاد، جنوبي سوډان، میانمار، سومالیا، د کانګو جمهوریت، یمن او سوډان په کې شامل دي.
په دوی کې د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو له ملګرو ملتونو سره هغه عملیاتي پلان لاسلیک کړی چې؛ غواړي په دوو کلونو کې دا ستونزه حل کړي.

XS
SM
MD
LG